د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: تروریستان به هیڅ کله هم امریکا ماته نه کړي


اوباما په خپلې اونیزې راډیويي وینا کې د سپټمبر د ۱۱ نیټې د تروریستي پيښې په اړه خبرې وکړي.
اوباما په خپلې اونیزې راډیويي وینا کې د سپټمبر د ۱۱ نیټې د تروریستي پيښې په اړه خبرې وکړي.

د یکشنبې په ورځ په امریکا باندې د سپټمبر د میاشتې د تروریستي بریدونو، چې پکښې شاووخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول، پنځلس کاله پوره کیږي.

جمهوررئیس اوباما د شنبې په ورځ په خپلې اونیزې راډیويي وینا کې وویل چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د میاشتې ۱۱ نیټه د امریکا «په تاریخ کې یوه توره ورځ ده.»

جمهوررئیس وویل چې په دغه ورځ ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

اوباما وویل چې په سپتمبر د ۱۱نیټې په پيښه کې وژل شوي کسان «د هر ډګر خلک وو، د ټولو نژادو او مذاهبو [خلک] وو، د ټولو عقایدو خلګ وو او د امریکا د بیلابیلو ځایونو او د نړۍ د بیلابیلو ځایونو وو.»

اوباما زیاته کړه چې په تیرو پنځلسو کلنو کې ډیر څه تغیر خوړلي دي خو یو شی چې تغیر نه دی خوړلی «د امریکا اساسي ارزښتونه دي چې موږ ته یې توان راکړی.» هغه زیاته کړه چې «تروریستان به هیڅ کله هم د امریکا متحده ایالات مات نکړي.»

جمهوررئیس اوباما به د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوه شیبه چوپتیا غوره کړي. د یکشنبې ورځ چې د سپټمبر د میاشتې ۱۱ نیټه کیږي په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ نیټې د خدماتو او یادولو ملي ورځ ده چې هر کال لمانځل کیږي.

همداراز به جمهوررئیس د دفاع په وزارت کې د هغو کسانو په درناوۍ چې په بریدونو کې وژل شوي دي وینا هم وکړي.

XS
SM
MD
LG