د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د امریکا او اروپا ترمنځ آزاد تجارت به دواړو ته ګټور وي


اوباما د دوو ورځو لپاره جرمني ته تللی دی.
اوباما د دوو ورځو لپاره جرمني ته تللی دی.

اوباما وايي چې د امریکا او اروپايي اتحاد ترمنځ د آزاد تجارت سره د مخالفت باوجود باید چې د تړون د کیدو په برخې کې پرمختګ وشي.

هغه وویل معلومه ده چې امریکا ته به آزاد تجارت ګټه ورسوي او دغسې به په تجارت کې نور دخیل هیوادونه هم ګټه وکړي.

اوباما دغه خبره د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل سره په خبرې کنفرانس کې وکړه. خبرې کنفرانس د جرمني په هيناور ښار کې جوړ شوی و.

دواړو مشرانو هیله وښودله چې د اطلس د سمندر د دواړو خواوو ترمنځ د تجارت لپاره او د پانګه اچونې د شراکت لپاره ملاتړ پیدا کړي.

د جرمني حکومت غواړي چې د امریکا او اروپايي اتحاد ترمنخ د آزاد تجارت تړون وشي.

جرمني وایي چې دا به نړیوال اقتصاد ته ګټه وکړي او کوچیني او میانه شرکتونه به په نړیوال مارکیټ کې د رقابت چانس پیدا کړي او بیروکراسي به کمه شي.

اوباما په دوه ورځني سفر جرمني ته تللی دی او تمه ده چې هغه به د جرمني د چارواکو سره په یو لړ مهمو نړیوالو مسایلو خبرې وکړي. په دغو مسایلو کې تجارت، امنیت او د تروریزم سره مقابله شامل دي.

اوباما به د جرمني د چارواکو سره د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د جګړې او د تروریزم خلاف د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړي.

بل پلو ته، د جاپان یوې ورځپانې ویلي دي چې جمهوررئیس اوباما به جاپان ته په راروانه میاشت کې په خپل سفر کې هیروشیما ته هم ولاړ شي.

اوباما به د امریکا لومړي جمهوررئیس شي چې هیروشیما ته ځي. هیروشیما هغه ځای دی چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا ورباندې اټومي بم استعمال کړ.

XS
SM
MD
LG