د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما به د لومړي ځل لپاره مسجد ته ولاړ شي


دا به د ولسمشرۍ په دوران کې لومړی ځل وي چې اوباما یو جومات ته ځي.
دا به د ولسمشرۍ په دوران کې لومړی ځل وي چې اوباما یو جومات ته ځي.

جمهوررئیس اوباما به د خپل جمهوري ریاست په دوران کې د لومړي ځل لپاره یو جومات ته ولاړ شي.

سپينې ماڼۍ د شنبې په ورځ وویل چې جمهور رئیس به په بالتیمور کې د اسلامي ټولنې مرکز ته ولاړ شي.

سپینې ماڼې ویلي دي چې اوباما به هلته د امریکا ملت ته د مسلمانانو خدمت ولمانځي او اطمینان به ورکړي چې مذهبي آزادي د امریکایانو لپاره مهمه ده.

په پام کې ده چې اوباما به د اسلامي ټولنې د غړو سره وګوري. سپينې ماڼې ویلي دي چې د ملاقات وروسته به اوباما وینا وکړي.

جمهور رئیس اوباما به واشنګټن ته نږدې د بالتیمور په سیمې کې د اسلامي ټولنې مرکز ته ولاړ شي.
جمهور رئیس اوباما به واشنګټن ته نږدې د بالتیمور په سیمې کې د اسلامي ټولنې مرکز ته ولاړ شي.

په وینا کې به اوباما ووایي چې «دا مهمه ده چې موږ خپلو اصلي ارزښتونو ته رښتني وشو: [یانې] خپلو وطندارو امریکایانو ته ښه راغلاست ووایو چې د تعصب په خلاف آواز اوچتوي، بې تفاوتي ردوي او د امریکا د مذهبي ازادۍ د دود نه محافظت کوي.»

د پاریس او د کلیفرونیا د سن برناردنیو بریدونه افراطي مسلمانانو کړي وو او د دغو خونړیو بریدونو وروسته اوباما په مسلمانانو غږ وکړ چې د افراطیت په ضد په جګړې کې دې مرسته وکړي.

بل پلو ته، جمهور رئیس اوباما د امریکایانو نه هم غوښتي دي چې د مسلمانانو په خلاف د سیاستمدارانو څرګندوني رد کړي، په تیره بیا د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندید ډونالډ ټرمپ څرکندونې چې د مسلمانانو په اړه یې کړي وي.

ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې امریکا ته دې د مسلمانانو په راتګ بندیز ولګول شي.

ټرمپ دغه خبره د کلیفرونیا د سن برناردینو په سیمې کې د دیسمبر په میاشتې کې د برید نه وروسته وکړه.

په کلیفرونیا کې برید دوو کسانو، ښځې او میړه، وکړ او ۱۴ کسان يې ووژل.

XS
SM
MD
LG