د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وايي افغانستان کې د عسکرو پرېښودلو ته اړتیا وه


اوباما د شنبې په ورځ په وارسا کې د ناټو د مشرانو د غونډې وروسته خبرې کنفرانس ورکړ.
اوباما د شنبې په ورځ په وارسا کې د ناټو د مشرانو د غونډې وروسته خبرې کنفرانس ورکړ.

د امریکا جمهوررئیس اوباما وايي چې په افغانستان کې مو د محدود شمیر عسکرو د ساتلو انتخاب غوره وګاڼه.

اوباما چې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو د غونډې وروسته په یوه خبرې کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو په ځای یې دا انتخاب غوره وګاڼه.

هغه وویل چې دوی به په افغانستان کې د افغان حکومت سره مشارکت وکړي، هلته به محدود شمیر عسکر وساتي، او د دې توان به ولري چې د هغو کسانو خلاف چې غواړي په امریکا او په ملګرو یې بریدونه وکړي اقدامات وکړي.

«زموږ یو انتخاب دا و چې ورغلي وای، القاعده مو ځپلې وای او بیرته وتلي وای، او بیا د دې خطر موجود وای چې د یو هیواد د تروریستانو د فعالیتونو او یا د یاغیانو په لاس سقوط کړی وای او بیا بیرته مجبوره شوې وای چې ورشو.»

اوباما وویل چې اوس به دوی د افغانستان د ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

جمهوررئیس اوباما وویل: «افغان [ځواکونه] همداوس جنګیږي. د هغه وخت نه چې زه په قدرت شوی یم، د هغوی وړتیا ډیره شوې ده، خو اوس هم هغوی مرستې ته ضرورت لري.»

د ناټو مشرانو ژمنه وکړه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې پروګرام ته به د ۲۰۲۰ کال پورې ادامه ورکوي. په افغانستان کې به د ۲۰۱۷ کال نه وروسته د ناټو ۱۲۰۰۰ عسکر پاته کیږي او ناټو به د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د کاله ۴.۵ میلیارد ډالره مرسته کوي.

د عسکرو شمیر

د ناټو د مشرانو د غونډې مخکې، د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما اعلان وکړ چې په افغانستان کې به ۸۴۰۰ عسکر پریږدي.

مخکې پلان داسې و چې امریکا به خپل عسکر چې اوس یې شمیر ۹۸۰۰ ته رسیږي د روان عیسوي کال په پای کې ۵۵۰۰ ته راکم کړي.

په وارسا کې د ناټو نورو غړو هیوادونو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د امریکايي عسکرو سره ۱۲۰۰۰ عسکر پاته شي. اوس په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د نورو غړو هیوادونو عسکر ۱۳۰۰۰ ته رسیږي.

پاته عسکر به د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې کار وکړي.په افغانستان کې د ناټو د ماموریت هدف دا دی چې د افغانستان ځواکونه وروزي، مشوره ورکړي او مرسته ورسره وکړي.

د لوړرتبه امریکايي چارواکو له قوله په دغو ۱۲۰۰۰ عسکرو کې د امریکا هغه عسکر نه دی شامل چې په افغانستان کې د تروریزم په ضد مبارزه پر مخ وړي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې تر ۲۰۰۰ نه به ډیر امریکايي عسکر د تروریزم په ضد ماموریت مخې ته یوسي.

شمیر او تاثیرات

د اروپا لپاره د ناټو قوماندان، امریکايي جنرال کرټس سکاپاروتي پرون په وارسا کې خبریالانو ته وویل چې د ۸۴۰۰ امریکايي عسکرو نه به ۶۷۰۰ یې د ناټو د قاطع ماموریت په چوکاټ کې کار وکړي.

هغه دا خبره هم کړې ده چې د قاطع ماموریت په هوايي ځواکونو او د خاصو عملیاتو په ځواکونو کې به کوم تغیر رانشي.

خو هغه ویلي دي چې د عسکرو کمیدل به په نورو برخو باندې تاثیر وکړي. «د عسکرو شمیر به [تر اوس یو څه کم وي، نو د روزنې، مشورې او مرستې [ماموریت] به څه ناڅه کم شي.»

د افغانستان سره د غربي هیوادونو مرسته د دې نمایندګي کوي چې دغه هیوادونه د افغانستان د وضعیت په اړه تشویش لري په تیره بیا چې طالبانو جګړې ته ادامه ورکړې ده او د اسلامي دولت ډله یا داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې ځان ته ځای پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG