د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله رد کړه


آرشیف: په ملګروملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي
آرشیف: په ملګروملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي

پاکستان د افغانستان هغه خبره رد کړې ده چې وايي پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د چهارشنبې په ورځ خپره شوې راغلي دي چې د افغانستان په اړه د امنیت د شورا کې په غونډه کې په ملګروملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي د افغانستان د سفیر خبرې رد کړې دي.

د افغانستان په اړه د امنیت د شورا په غونډه کې په ملګروملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل ویلي دي چې ګاونډی هیواد پاکستان د افغانستان په چارو کې مداخلې ته ادامه ورکړې ده.

صیقل ویلي دي چې که چیري پاکستان په افغانستان کې خپله مداخله و نه دروي او په څلوراړخیزو غونډو کې تصامیمو ته درناوی و نه کړي نو د امنیت شورا ته به د پاکستان په اړه رسمي شکایت وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دائمي استازي محمود صیقل د امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې وویل چې

په ملګروملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هڅې کوي.

سفیرې لودي ویلي دي چې د افغانستان حکومت دې د خپلې ناکامۍ پړه په بل نه وراچوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼې کې راغلي دي چې په افغانستان کې د نظامي لارې سوله نه شي راتلی.

په دې وروستیو وختونو کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ مناسبات خراب شوي دي. د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ په تورخم کې څو ورځې جګړه هم وشوه چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د ملگرو ملتونو د سرمنشي رپوټ د امنیت شورا ته وړاندې شو.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان حکومت اوس هم له لویو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی؛ د طالبانو سره د سولې څلور اړخیز مذاکرات په ټپه دریدلې؛ خو بل پلو د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی سره د سولې خبرو پرمختگ کړی دی.

XS
SM
MD
LG