د امریکا د دفاع وزیر د عراق د موصل او د سوریې د رقې د ښارونو د نیولو ستراتیژي تشریح کړه. کارټر دغه دوه ښارونه د داعش مرکزونه وګنل.
د کنټکي د ایالت د فورټ کمپبل په اډې کې، کارټر هغه امریکايي عسکرو ته چې ډیر ژر به عراق ته د عراقي عسکرو او کردي پشمرګه ځواکونو سره د مرستې لپاره واستول شي، وویل:
«داعش د سرطان په څیر دی چې د خپریدو ګواښ یې شته. او لکه د سرطان ناروغۍ، تاسو نه شی کولای چې د تومور د غوڅولو سره ناروغۍ له منځه یوسی. تاسو باید دغه ناروغۍ داسې له منځه یوسی چې په هرځای کې چې خپریږي و یې دروی.»
کارټر وویل چې دی داسې انګیري چې د عراق پوځ به د جنوب او کردان به د شمال لخوا په موصل ورشي. او په سوریې کې [د داعش څخه] د رقې د ښار د نیولو لپاره به [امریکا] د سوریې یاغیان وروزي.
کارټر زیاته کړه چې بلې اونۍ ته به هغه د فرانسې، استرالیا، انګلستان، هالنډ، جرمني او ایټالیا د دفاع د وزیران سره وګوري.
امریکايي کومانډوګان په عراق کې
کارټر وویل چې د امریکا خاص ځواکونه چې د دیسمبر په میاشتې کې عراق ته استول شوي وو، اوس تیار دي چې د عراقیانو سره مرسته وکړي.
کارټر وویل چې خاص ځواکونه «چې ما د دیسمبر په میاشتې کې [عراق ته یې د استول] اعلان وکړ اوس په عراق کې دي او تیاري نیسي چې د عراقي قواوو سره د داعش د وسله والو او قوماندانانو د وژلو یا نیول لپاره . . . اقدام وکړي.»
د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر وايي دغه ځواکونه به د عراق د قواوو سره مرسته وکړي چې د داعش مرکزونه هدف وګرځوي.
کارټر وویل چې ۲۰۰ امریکايي کومانډوګان د عراقي قواوو سره په تماس کې دي او تمه ده چې دوی به «د نوو اهدافو» د پيدا کولو او «نوو بریدونو» په کولو کې د عراقي قواوو سره مرسته وکړي.
د امریکا د دفاع وزیر عراق ته د خاصو ځواکونو د رسیدو خبر پرون د امریکا د کنټکي د ایالت د فورټ کمپبل په اډې کې وکړه.