د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ فرانسس امریکا ته راورسید


د امریکا جمهور رئیس باراک اوباما د پاپ فرانسس روغبړ ته هوايي ډګر ته ورغلی و.
د امریکا جمهور رئیس باراک اوباما د پاپ فرانسس روغبړ ته هوايي ډګر ته ورغلی و.

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د سې شنبې په ورځ امریکا ته په شپږ ورځني سفر ورسید. واشنګټن ته نږدې د میريلنډ د ایالت د انډروز په هوايي اډې کې د پاپ فرانسس تود هرکلی وشو.

د هغه روغبړ ته د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما، د اوباما میرمن مېشل اوباما، د هغوی دوې لوڼې، د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن او نور امریکايي چارواکي ورغلي وو. د پاپ روغبړ ته د کاتولیک مذهب مشران او په سلګونو نور کسان هم حاضر وو.

د پاپ فرانسس الوتکه د سې شنبې په ورځې په محلي وخت د ماسپښین په درېیو بجو او ۴۹ دقیقو واشنګټن ته نږدې په یوه هوايي ډګر کې کښینستله.

د روغبړ وروسته، پاپ د واشنګټن د ښار په شمال لودیځ کې د واتیکان دیپلوماتیک ماموریت ته ولاړ چې په لاره کې یې تود هرکلی وشو. سلګونو کسانو چکچکي او سندرې ویلي.

پاپ به نن په سپینه ماڼۍ کې د جمهور رئیس بارک اوباما سره وګوري او سبا ته به د کانګرس ګډې غونډې ته خبرې وکړي.

د جمعي په ورځ به هغه په نیویارک کې د ملګروملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وینا وکړي او د شنبې په ورځ به فلادلفیا ته ولاړ شي.

پاپ فرانسس چې د دوو کلنو راهیسې د نړۍ د کاتولیکانو د مذهبي مشر په توګه ټاکل شودی دی یو لړ اصلاحات راوستي دي او د ټولنیزو ستونزو په اړه یې داسې موقف غوره کړی دی چې بخښنه او معافي پکښې مرکزي اصول دي.

په امریکا کې نظرپوښتنې ښيي چې پاپ فرانسس په خلګو کې ډیر محبوب دی. هغه نه یوازې چې د امریکا په کاتولیکانو کې محبوبیت لري بلکې د نورو ادیانو په پيروانو کې هم ورته احترام کیږي.

XS
SM
MD
LG