د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي په سوریه کې هوایي بریدونه نه بندوي


د سوریې د حکومت وسله وال مخالفین د خبرو نه مخکې د روسیې د هوايي بریدونو د بندیدو غوښتنه کوي.
د سوریې د حکومت وسله وال مخالفین د خبرو نه مخکې د روسیې د هوايي بریدونو د بندیدو غوښتنه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې روسیه به په سوریه کې خپل هوايي بریدونه بند نه کړي.

سرګي لاوروف، د روسې د بهرنیو چارو وزیر، نن وویل چې روسیه به تر هغو خپل هوایي بریدونه بند نه کړي چې «تروریستي ډلې» له منځه نه وې تللي.

بل پلو ته ملګري ملتونه هڅه کوي چې په ژینیو کې د سوریې د سولې خبرې پر مخ بوزي.

تر اوسه پورې نه خو د سوریې حکومت او نه هم مخالفینو د سوریې لپاره د ملګروملتونو د خاص استازي سټيفن دې میستورا سره رسمي غونډه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د دوی هدف د القاعدې سره تړلې د النصرې جبهه ده او دی نه پوهیږي چې ولې بریدونه بند کړي.

خو په روسیې باندې غربي هیوادونه په دې انتقاد کوي چې بریدونه د سوریې د حکومت په منځلارو مخالفینو کوي. روسیه دغه خبره ردوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سې شنبې په ورځ د روسیې د بریدونو د بندیدو غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې په سوریې کې دې هرڅه ژر چې کیدای شي باید اوربند ټینګ شي.

د سوریې د مخالفینو یو استازي، احمد رمضان ویلي دي چې یوازنۍ لاره چې خبرې به وشي هغه دا ده چې ملګري ملتونه او امریکا روسیه «مجبوره کړي چې په ملکیانو باندې بمباري بنده کړي.»

د سوریې د حکومت د وسله والو مخالفینو یو بل استازي ویلي دي چې «د روسیې د رژیم اعمال سیاسي پروسې ته جدي ګواښ پيښوي.»

XS
SM
MD
LG