د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په حلب کې د ورځې درې ساعته اوربند اعلان کړ


د سوریې د حلب ښار چې د سوریې د حکومت د مخالفینو په لاس کې دی د څو میاشتو راهیسې محاصره دی.
د سوریې د حلب ښار چې د سوریې د حکومت د مخالفینو په لاس کې دی د څو میاشتو راهیسې محاصره دی.

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې د سوریې د حلب ښار ته د بشري مرستو د رسولو لپاره به هره ورځ د درېیو ساعتونو لپاره اوربند مراعتوي.

روسیې پرون دغه اعلان وروسته له دې کړی چې ملګروملتونو د سوریې په جګړې کې په دخیلو خواوو غږ وکړ چې حلب ته دې د بشري مرستو د رسولو لپاره اوربند وکړي.

د درېیو ساعتونو اوربند به هره ورځ د سهار د ۱۰ بجو نه د ماسپښین تر یوې بجې پورې وي. په اوربند کې به د هوايي بریدونو او توغندیو د استعمال نه هم ډډه وشي.

ملګروملتونو د سې شنبې په ورځ د دخیلو اړخونو نه وغوښتل چې بشري مرستو لپاره دې په اونۍ کې دې د ۲۴ نه تر ۴۸ ساعتونو پورې اوربند وشي.

کله چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د رئیس سټیفن اوبراین نه د روسیې لخوا د اوربند د اعلان په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل چې «موږ ټول هغه پښنهادونه چې د بشري مرستو د رسولو لپاره دي څیړو.»

خو اوبراین دا خبره هم وکړه چې د حلب د ښاریانو ضرورتونو ته په کتو سره د مرستو د رسولو لپاره پوره ۴۸ ساعتونو ته ضرورت شته.

اوبراین ویلي دي چې د هوا له لارې د مرستو د رسولو په ځای د لویو موټرو کاروانونه ډیر موثریت لري.

د ملګروملتونو دغه چارواکي د دیرالزور ښار ته د مرستو د رسولو مثال ورکړ. هغه وویل چې په دیرالزور کې د موټرو یو کاروان د شپږو اونیو په جریان کې د هوا له لارې د مرستو د رسولو نه موثریت درلود.

ملګري ملتونه دا خبره هم کوي چې په حلب کې داسې کسان شته چې عاجلو روغتیایي خدماتو ته ضرورت لري او باید چې د ښار نه وایستل شي چې د دغه لپاره ساعتونو وخت او امنو سړکونو ته اړتیا شته.

ملګري ملتونه وايي چې په حلب کې د دوو میلیونو نه ډیر کسان د څښلو پاکو اوبو او بریښنا ته لاسرسۍ نه لري.

په سوریه او عراق کې د داعش په خلاف د امریکايي ځواکونو قوماندان شان مکفارلند پرون خبریالانو ته وویل چې د حلب د ښار بشري ناورین دوی ته یو ښه مثال دی چې چې دوی به و نه غواړي چې د عراق د موصل په ښار کې تکرار شي.

هغه ویلي دي چې دوی به د موصل د نیولو عملیات داسې مخې ته یوسي چې ښار ویجاړ نه شي او ملکیانو ته تاوان و نه رسیږي.

XS
SM
MD
LG