د لاس رسي وړ اتصالات

په مونشن کې د سوریې د اوربند په اړه موافقه وشوه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د اوربند موافقه به په یوې اونۍ کې عملي شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د اوربند موافقه به په یوې اونۍ کې عملي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چې ځواکمنو هیوادونو په سوریې کې د جګړې د بندیدو په اړه موافقې ته رسیدلي دي.

ښاغلي کېري وویل چې په سوریې کې به اوربند په یوې اونۍ کې عملي شي.

د سوریې سره د بشري مرستو د غونډې مشر، یان اېګلان وویل چې د جرمني په مونشن کې دغه توافق وشو او کیدای شي دغه توافق د سوریې په قضیې کې هغه پرمختګ وي چې انتظار یې کیدای.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو په خپل ټویټر لیکي دي چې «دا د سوریې د کرکیچ لپاره د یوې حل لارې د پیدا کولو یو مهم ګام دی.»

خو د روسیې صدراعظم دیمیتري میدویدوف وویل چې سوریې ته د ځواکونو د استولو په برخې کې دې د نړۍ ستر طاقت لرونکي هیوادونه د احتیاط نه کار واخلي.

ښاغلي میدویدوف د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې «ځمکني عملیات به ټول دې ته اړ کړي چې په یوې جګړې کې دخیل شي.»

ښاغلي کېري خبریالانو ته وویل چې د مونش د اوربند موافقه په تروریستي ډلو، چې د اسلامي دولت ډله او د النصره هم پکښې شاملیږي، نه عملي کیږي.

هغه وویل چې د سوریې د مرستو نړیوالې ډلې، چې ۱۷ هیوادونه پکښې شامل دي، په دې موافقه کړې ده چې د امریکا او روسیې په مشرۍ یوه کاري ډله جوړه شي او په سوریې کې «د تشدد د کمولو لپاره په مختلفو لارو چارو غور او فیصله وکړي.»

خو ښاغلي کېري دا خبره هم وکړه چې موافقه تر اوسه د کاغذ پرمخ ده او کله چې عملي شي نو دا به معلومه شي چې آیا ټول اړخونه یې درناوی کوي او که نه.

XS
SM
MD
LG