د لاس رسي وړ اتصالات

په ویانا کې د سوریې د راتلونکي په اړه غونډه روانه ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ویانا غونډه د سوریې د جګړې د ختمولو تر ټولو ښه فرصت دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ویانا غونډه د سوریې د جګړې د ختمولو تر ټولو ښه فرصت دی.

په ویانا کې د سوریې د حکومت ملاتړکوونکي او مخالف هیوادونه سره راټول شوي دي چې د سوریې د جګړې د ختمولو لپاره یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي.

په غونډه کې د ۱۷ هیوادونو دیپلوماتانو او د ملګروملتونو او اروپايي اتحاد استازو برخه اخیستې ده.

دا لومړی ځل دی چې د سوریې په اړه په نړیوالو خبرو کې روسیه او ایران هم برخه اخلې. دغه دواړه هیوادونه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

امریکا ویلي دي چې د جمعې د ورځې په خبرو کې به په دې ټینګار وکړي چې په سوریه کې دې د بشارالاسد نه پرته یو حکومت جوړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ د خپلو روسي او ایراني سیالانو او نورو لوړرتبه دیپلوماتونو سره وکتل.

جان کېري وویل چې دا کنفرانس د سوریې د جګړې د ختمولو لپاره، چې د څو کلنو راهیسې روانه ده، یو ښه فرصت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ویانا په خبرو کې به تمرکز په دې باندې وي چې د سوریې د جګړې د ختمولو لپاره د یو عبوري سیاسي عمل په اصولو باندې موافقه وشي.

هغه زیاته کړه چې «د حکومت په یو داسې طرحې باندې چې بشارالاسد پکښې شامل نه وي او ثبات ولري [ټینکار کوو]. دغه هغه څه دي چې موږ یې په لټه کې یو.»

په داسې اصولو باندې موافقه به آسانه کار نه وي او داسې نه معلومیږي چې په مذاکراتو کې دې د پام وړ پرمختګ وشي. د امریکا تر څنګ، سعودي او ترکیې هم غواړي چې اسد دې قدرت خوشي کړي.

د ډوما خونړی برید

د سوریې د حکومت په هوايي برید کې، چې د دمشق ته نژدې د ډوما په ښار کې یې کړی، لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې مؤسسې، چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي دي چې په برید کې لږترلږه ۱۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي. د بشري حقونو دغه مؤسسه وايي چې کیدای شي د مړو شمیر ډیر شي.

د سوریې حکومت د دې برید په اړه، چې د سوریې د بشري حقونو مؤسسې ویلي دي د جمعې په ورځ غرمه مهال وشو، څه نه دي ویلي.

په ډوما باندې د سوریې حکومت پخوا هم بریدونه کړي دي چې زیاتو خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اګست په میاشت کې د همدغه ښار په یوه مارکیټ باندې په بمبارۍ کې ۱۱۲ خلګ ووژل شول.

اټکل کیږي د سوریې په جګړه کې، چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې ده، تر اوسه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG