د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: د سوریې حکومت سیاسي بندیان شکنجه کوي


رپوټ وايي په سوریې کې د ۲۰۱۱ نه د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې تر ۱۷۰۰۰ ډیر زندانیان مړه او وژل شوي دي.
رپوټ وايي په سوریې کې د ۲۰۱۱ نه د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې تر ۱۷۰۰۰ ډیر زندانیان مړه او وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل نوي رپوټ کې ویلي دي چې د سوریې حکومت په زندانونو کې خپل سیاسي مخالفین په سیستماتیک ډول شکنجه کوي.

دغه سازمان د سوریې په حکومت تور لګوي چې د ۲۰۱۱ کال نه چې جګړه پیل شوي د ۲۰۱۵ کال تر دسمبره پورې په زندانونو کې تر ۱۷۰۰۰ ډیر زندانیان یا خو مړه شوي او یا هم وژل شوي دي.

رپوت د هغو ۶۵ کسانو د قصو په اساس جوړ شوی دی چې د شکنجو وروسته د زندانونو نه ژوندي راوتلي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د منځني ختیځ او د افریقا د وچې د شمالي برخې د هیوادونو د څانګې مشر فیلیپ لوتر ویلي دي چې په رپوټ کې د وحشت د هغو پيښو جزئیات خپاره شوي دي چې په زندانونو کې په سیاسي مخالفینو باندې تیر شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان کارپوهه کلاوډیا شوایفلر امریکا غږ ته ویلي دي چې د سوریې په زندانونو کې د پخوا راهیسې خلګ شکنجه کیدل خو د ۲۰۱۱ کال نه وروسته په زندانونو کې د شکنجو پیښې په ډراماتیکه توګه ډیر شوي دي.

«ما د خپل [سازمان] یو پخوانی رپوټ کتلی چې په کال ۱۹۸۷ کې لیکل شویدی. د شکنجې داسې طریقې پکښې استعمال شوي دي خو دغه پیښې نادره وي او اوس دغسې شکنجې ډیرې شويدي.»

د هغو کسانو سره چې په رپوټ کې مرکې شوي دي د هغو کسانو په اړه یې خبرې کړې دي چې ددوی سره وو او په شکنجو وژل شوي وو او یا هم زخمي شوي وو او د صحي خدماتو نه بغیر ساتل کیدل.

په سوریې کې د حکومت نه علاوه د اسلامي دولت ډلې هم خپل زندانیان شکنجه کوي.

XS
SM
MD
LG