د لاس رسي وړ اتصالات

آیا په ترکیې کې د ایتلافي حکومت د جوړیدو امکانات شته؟


د ترکیې د سرپرست صدراعظم داوداغلو د سي ایچ پي د ګوند د مشر کولچدراغلو سره کتلي دي
د ترکیې د سرپرست صدراعظم داوداغلو د سي ایچ پي د ګوند د مشر کولچدراغلو سره کتلي دي

د ترکیې د دوو لویو ګوندونو مشران به یو ځل بیا سره وګوري او د یو ایتلافي حکومت د جوړلو په سر به خبرې وکړي.

په پام کې ده چې د ترکیې سرپرست صدراعظم احمد داوداغلو به د ترکیې د خلق د جمهوریت د ګوند یا سي ایچ پي د مشر کمال کولچدراغلو سره د یو ایتلافي حکومت د جوړولو په سر خبرې وکړي.

که څه هم د کردانو د کارګر د یاغي ګوند سره د جګړو ډیریدل په لویو ګوندونو فشار ډیر کړی دی چې د یو ایتلافي حکومت په سر سره سلا شي، خو عمومي نظر دا دی چې دغه هڅې به نتیجه ورنکړي.

د استانبول نه د امریکاغږ خبریال ډورین جونز په خپل رپوټ کې وايي چې د ترکیې په سیاست کې د عدالت او پراختیا او سي پي ایچ ګوندونه دوه مخالف قطبونه جوړوي او وار له مخکې لا داسې پیشبیني کیږي چې خبرې به نتیجه ورنکړي.

سمیع ادېز چې د ترکیې د جمهوریت د ورځپانې سیاسي کالم لیکونکي دی وايي چې د کردانو د کارګر د ګوند سره د جګړو ډیریدل به په ترکیې کې امنیتي او اقتصادي اندیښنې زیاتې کړي چې دغه به یو قوي دلیل شي چې د ایتلافي حکومت په سر دې مذاکرات بریالي شي.

« زه فکر کوم چې د خلګو فشار، او د دوی نه توقعات دا دي چې [دوی] دې دغه کار وکړي. په دغه کار سره هیڅ اړخ نه غواړي چې اوسمهال دې ورته د سیاسي جوړې د ګډوډکوونکي په سترګه ورته وکتل شي. نو زه فکر کوم چې یو څه هیله شته، که څه هم عمومي ذهنیت داسې دی چې خبرې به هیڅ نتیجه ورنکړي.»

د اختلاف وړ مسایل

دواړه ګوندونه ادعا کوي چې په یو شمیر مسایلو توافق لري خو په ځینو مهمو موضوعګانو اوس هم اختلافات شته، په تیره بیا د سوریې د جګړې او معارفو په اړه.

همداراز، سي ایچ پي غوښتنه کوي چې د عدالت او پراختیا د ګوند د حاکمیت په وخت کې دې د فساد په اړه تحقیقات وشي او د دغه خبرې غیرمستقیم هدف طیب اردوان دی چې د عدالت او پراختیا د ګوند موسس غړی دی.

چنګیز اختر، د استانبول د سلیمان شاه په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد دی، هغه وايي چې د ایتلافي حکومت د جوړیدو په لاره کې لوی خنډ پخپله ولسمشر اردوان دی.

اردوان او بیا انتخابات

«څه چې ولسمشر ورته ضرورت لري هغه د انتخاباتو بیا کیدل دي، هغه هیله لري چې که دا ځلې انتخابات وشول نو د هغه ګوند به اکثریت وګټي او دا به یقیني شي چې هغه به د تل لپاره خوندي وي. او، یو شمیر خلګ د ولسمشر دغه مشکل درکوي.»

اردوان دا خبره نه پټوي چې له وخت نه مخکې انتخابات غواړي. د هغه منتقدین په هغه تور لګوي چې غواړي د کردانو د کارګر ګوند سره د نښتو نه ګټه واخلي او د ملتپالو ترکانو رایې خپلې کړي.

کالم لیکونکی ادېز وايي چې د داوداغلو سیاسي راتلونکی په دې تړلی دی چې د ایتلافي حکومت د جوړلو د هڅو نتیجه به څه وي.

د اردوان ځینې ملاتړکوونکو وار له مخکې لا ویلي دي چې احمد اغلو دې د وختي انتخاباتو نه مخکې، د مشرۍ نه لېري کړل شي. که چیري د وخت نه مخکې انتخابات وشي نو د رایه اچونه به د نومبر په میاشتې کې وشي.

دوی په داوداغلو باندې تور لګوي چې دا دی و چې پخاطر یې د عدالت او پراختیا ګوند د جون د میاشتې انتخابات وبایلل.

خو که چیري داوداغلو په دې بریالی شي چې یو باثباته حکومت جوړ کړي نو د هغه د لېري کولو ګواښونه به هم له منځه ولاړ شي.

د چارو ډیر کارپوهان په دې باور دي چې صدراعظم ته به دا ډیره ګرانه وي چې د اردوان د غوښتنو مخالفت وکړي چې غواړي له وخت نه مخکې انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG