د لاس رسي وړ اتصالات

په رومانیې کې د راکټونو ضد دفاعي سیستم فعال شو


د ناټو عمومي منشي د راکټونو ضد دفاعي سیستم د مرکز د فعاله کولو په مراسمو کې برخه اخیستې ده.
د ناټو عمومي منشي د راکټونو ضد دفاعي سیستم د مرکز د فعاله کولو په مراسمو کې برخه اخیستې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د رومانیې په جنوب کې د راکټونو دفاعي سیستم د پنجشنبې به ورځ فعال کړ. د دغه سیستم په جوړولو ۸۰۰ میلیون ډالره لګول شوي دي.

د امریکا دغه کار روسیه په غصه کړې ده خو امریکا او ناټو ویلي دي چې دغه کار د روسیې د ستراتیژیکي دفاع د کمزوره کولو لپاره نه دی شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال فرانک روز په بخارست کې خبریالانو ته وویل چې «امریکا او ناټو دا واضح کړې ده چې دغه سیستم د دې لپاره نه دی جوړ شوی او یا د دې توان نه لري چې د روسیې د ستراتیژیکي دفاع وړتیا کمزوره کړي.»

ښاغلي روز زیاته کړه چې «روسیې په وار وار دا تشویش څرګند کړی دی چېد امریکا او ناټو دفاعي سیستم د روسیې خلاف دی او د روسیې د اټومي ستراتیژیکي دفاع ته تاوان رسوي. چې دا خبره هیڅ حقیقت نه لري.»

روز وویل چې دغه دفاعي سیستم د ایران د ګواښونو د مقابلې لپاره دی.

«ایران د لیري واټن د بالیستسکي توغندیو جوړولو، ازمویلو، او ځای پرځای کولو ته ادامه ورکړې ده او دا د مصافې او هدف ویشتلو په حساب د ایران وړتیاوي ورځ تر بلې دقیقي کوي.»

خو د روسیې په دوما یا د آستازو په جرگه کې د دفاعي کمیټې مشر ولادیمیر کومویادوف ویلي دي چې د میزایلو دغه سیستم د روسیې لپاره یو ګواښ دی.

ناټو ټینګار کوي چې دفاعي سیستم یې «یوازې» د خارجي ګواښونو په مقابل کې «د دفاع» لپاره دی.

XS
SM
MD
LG