د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: د ایران اټومي موافقه د نړۍ دپاره ښه موافقه ده


جان کېري د سې شنبې په ورځ د کانګرس د خارخي اړیکو کمیټې ته د اټومي موافقې په اړه معلومات ورکړل
جان کېري د سې شنبې په ورځ د کانګرس د خارخي اړیکو کمیټې ته د اټومي موافقې په اړه معلومات ورکړل

جان کېري وايي چې که چیري امریکا د ایران اټومي موافقه رد کړي نو تهران به د اټومي وسلې په جوړلو کې محدودیتونه او خنډونه و نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سې شنبې په ورځ د کانګرس د استازو د جرګې د خارجي اړیکو کمیټې ته تللی و او هلته یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه توضیحات ورکړل.

«دا د نړۍ دپاره یوه ښه موافقه ده، د امریکا دپاره یوه ښه موافقه ده، زموږ د متحدانو او دوستانو دپاره یوه ښه موافقه ده.»

د امریکا کانگرس دوې میاشتي وخت لري چې په دغې موافقې باندې غور وکړي.

کېري د کانګرس نه، چې اکثریت پکښې جمهوري غوښتونکي دي، وغوښتل چې موافقه منظور کړي.

د موافقې په اساس، تهران دا منلې ده چې خپل اټومي پروګرام به محدود کوي او بندیزونو د لېري کیدو په بدل کې به نړیوالو ناظرینو ته اجازه ورکوي چې د اټومي پروګرام نظارت یې وکړي.

ښاغلي کېري خبرداری ورکړ، چې که امریکا «[د موافقې څخه] په شا شي نو په یوازې سر به دا کار وکړي.» هغه زیاته کړه چې دا د دې لپاره چې نړیوال بندیزونه به لېري شي.

هغه زیاه کړه چې که موافقه منظور نه شي نو د ایران په اټومي پروګرام «به نه نظارت وي، نه به بندیزونه وي، او نه به هم محدودیتونه وي.»

د کانګرس غړي اېډ رویس، چې د بهرنیو چارو د جرګګۍ مشر هم دی، د ایران د اټومي موافقې په اړه شک وښود.

XS
SM
MD
LG