د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې امریکا نه غواړي چې روسیه دې خپل د سوریې «فورمول» په عراق کې هم تطبیق کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه نه دا خبره وکړه چې د روسیې د فدارسیون د شورا ویاندې ولنتینا ماتوینکو وویل چې مسکو په دې غور کوي چې په عراق کې هم د سوریې په شان هوايي بریدونه پيل کړي.
خو ماتوینکو دا هم وویل چې دا کار به هغه وخت وکړي چې د عراق حکومت د مسکو څخه رسمي غوښتنه وکړي.
د روسیې د انټرفاکس خبرې آژانس له قوله، د روسیې د شورا ویاندې ویلي دي چې مسکو په عراق کې په هوايي بریدونو کې د برخه اخیستلو «د سیاسي او پوځي معقولیت،» په اړه غور کوي.
ماتوینکو دغه خبرې پرون په اردن کې وکړي. هغه زیاته کړه چې عراق تر اوسه د روسیې نه د هوايي بریدونو غوښتنه نه ده کړې.
تیره اونۍ د عراق صدراعظم ښاغلي العبادي وویل چې لیواله دی چې په دې غور وکړي چې روسیې ته په اسلامي دولت د ډلې په ضد هوايي بریدونه وکړي.
مارک ټونر وویل چې امریکايي چارواکي غواړي چې په سوریې کې د داعش په خلاف جګړې کې روسیه «رغنده رول ولوبوي،» خو هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې دغسې څه نه دې شوي.
ټونر وویل چې روسیې په سوریې کې د اسد په منځلارو مخالفینو باندې بریدونه کړې دي چې په دې سره یې تشنج ډیر کړی دی او امریکا نه غواړي چې روسیې دې ورته اقدام په عراق کې وکړي.