د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د سپتمبر د ۱۱ مې د لایحې په تړاو د اوباما ویټو لغوه کړه


کانګرس د سعودي په خلاف د سپټمبر د ۱۱ نیټې د قربانیانو د کورنیو د شکایتونو د لایحې په تړاو د اوباما ویټو لغوه کړه
کانګرس د سعودي په خلاف د سپټمبر د ۱۱ نیټې د قربانیانو د کورنیو د شکایتونو د لایحې په تړاو د اوباما ویټو لغوه کړه

د امریکا کانګرس د چهارشنبې په ورځ عربستان په خلاف د سپټمبر د ۱۱ نیټې د قربانیانو د کورنیو د شکایتونو د لایحې په اړه د اوباما ویټو حکم لغوه کړ.

دا لومړي ځل دی چې د جمهوررئیس اوباما ویټو باطله کیږي.

د سعودي عربستان په خلاف د سپټمبر د ۱۱ نیټې د تروریستي پیښې د قربانیانو د کورنیو د عرض کولو دغه لایحه څه موده وړاندې د امریکا د کانګرس د دواړو خونو استازو تصویب کړه.

څو ورځې مخکې، اوباما دغه لایحه ویټو کړه، خو د چهارشنبې په ورځ کانګرس د اوباما ویټو په لوی اکثریت سره لغوه کړه.

د امریکا د د کانګرس د سنا په جرګه کې د اوباما د ویټو باطلولو ته ۹۷ موافقې رایې او یوازې یوه مخالفه رایه ورکړل شوي.

د کانګرس د استازو په جرګه کې بیا د ویټو د باطلولو په طرفدارۍ ۳۴۸ رایې او په مخالفت کې یې ۷۷ رایې ورکړل شوي.

د ویټو لغوه کیدل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې د قربانیانو د کورنیو لپاره لویه کامیابي ګنل کیږي. تر دغه دمه، دغو کورنیو نه شو کولای چې د عربستان په خلاف د امریکا په محاکمو کې عریضې وکړي او هغه هم په دې خاطر چې سعودي عربستان حقوقي مصونیت درلود.

اوباما د سي این این تلویزیوني شبکې ته ویلي دي چې د کانګرس تصمیم «یوه اشتباه» ده.

هغه زیاته کړې ده چې د سپټمبر د ۱۱ نیټې د تروریستي پيښې د قربانیانو لپاره د مرستې په غرض د هغه ادارې فنډ یا پیسې اختصاص کړي دي.

اوباما وویل چې دا چې عامو خلګو ته اجازه ورکول کیږي چې د تروریستانو د نه مخنوي په تور یو هیواد محکمې ته راکش کړي دا به برعکس امریکا ته تاوان ورسوي.

د سپټمبر د ۱۱ نیټې په تروریستي پریدونو کې د ۱۹ بریدکوونکو له ډلې نه ۱۵ یې د سعودي عربستان وو.

که څه هم د سعودي حکومت ویلي دي چې په برید کې یې هیڅ ډول لاس نه درلود، خو د امریکا د فدرالي ادارې یو پخوانی څارنوال وايي چې «داسې شواهد شته چې د سعودي حکومت، یا د سعودي په حکومت کې ځینې ادارې او کسانو [د بریدګرو سره] مرسته کړي وي.»

XS
SM
MD
LG