د لاس رسي وړ اتصالات

محمود خان اڅکزی: پښتانه ترهگر ندي


د بلوچستان صوبې د مرکزي ښار کوټي په صادق شهيد لوبغالي کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د پښتون سیاستوال خان عبدالصمد خان (خان شهيد) د ۴٥ تلين په لمانځلو سره درنه ولسي غونډه وشوه.

دغې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وويل، چي دوی نن په داسي چاپېريال کي د خان شهيد تلين لمانځي، چي هري خوا ته د پښتنو ويني بهېږي او هيڅ ارزښت نه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

ښاغلي اڅکزي زياته کړه، چي پښتون قام د څلورو جرګو اړتيا لري او د هغه په وینا "د جرګې مرام به دا وي، چي موږ په کتابونو او علمي توګه نړۍ ته وښايو، چي موږ ترهګر او فرقه پال خلک نه يو."

نوموړي د څلورو جرګو په اړه وویل، يوه جرګه د جنوبي پښتونخوا د پښتنو او بله جرګه د ټول پاکستان د پښتنو، چي د ټولو سياسي ګوندونو خلک ګډون پکښې ولري. دريمه جرګه د جمهوري قوتونو او څلورمه جرګه هغه ده، چي د ټولي نړۍ د پښتنو استازيتوب ګډون پکښې و لري.

ښاغلي اڅکزي وویل، "موږ ټولو ته په درنه سترګه ګورو؛ دنيا دي موږ ته په درنه سترګه وګوري. په نړۍ کي چي کومه لوبه روانه ده؛ پښتون وطن يې په نظر کي دی او د هغوی وسايل لوټول غواړي. موږ له هيڅ چا څخه د خيرات غوښتونکي نه يو، موږ ته چي خدای کوم وطن او مځکه راکړې ده؛ پر هغه باندي تر ټولو لومړی موږ حقداره يو."

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه چې "موږ پاکستان خپل هېواد ګڼو او دا زموږ د اوسېدلو او ښخېدلو ځای دی، د بېلا بېلو قامونو فيډرېشن دی، دلته يو هم آقا او مالک نه دی." خو هغه دا هم وویل چې "که په پاکستان کي موږ ته د دويمي درجې د ښاريانو په سترګه کتل کېږي، نو موږ په داسي پاکستان کي د اوسېدلو په اړه د خپلي اندېښنې څرګندونه کوو."

ښاغلی اڅکزی وایي ټوله نړۍ د افغانستان پوروړې ده، موږ له اشرف غني او طالبانو څخه په ټينګار غوښتنه کوو، چي د خبرو له لاري دي د وطن ستړې هواره کړي. په افغانستان کي به خبري هغه وخت ځای نيسي، چي افغانان په خپله سره کښېني.

محمود خان اڅګزي د ملگرو ملتونو په پنځو ویتو لرونکو هیوادونو غږ وکړ چې "تاسو د افغانستان په جګړه کي پاته شوي ياست، اوس تاسو ته په کار ده، چي په افغانستان کي د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهني ټینگ مخنيوی وکړئ".

XS
SM
MD
LG