د لاس رسي وړ اتصالات

پښتانه امن غواړي، پښتو امن کنفرانس


پښتانه امن غواړي، پښتو امن کنفرانس
پښتانه امن غواړي، پښتو امن کنفرانس

پښتو عالمي امن كنفرانس په خيبر پښتونخوا كې د زرګونو پښتنو سياستوالو، فرهنګيانو او فرهنګپالو په ګډون جوړ شو.

پښتو عالمي امن كنفرانس چې د پښتو عالمي كانګرس او خيبر پښتونخوا د سياستوالو، فرهنګيالو او فرهنګپالو په كوربه توب د جمعې پر ورځ د خيبر پښتونخوا په نشترهال كې پرانستل شو. د ډيورنډ د پولې دواړو غاړو ته د زرګونو سياستوالو او فرهنګيانو په ګډون سربېره له اروپايي هېوادونو څخه راغليو پښتنو هم پكې برخه اخيستې وه.

په پيل كې د خيبر پښتونخوا وزير اعلی امير حيدر خان هوتي ددغه كنفرانس له لارې پر نړیوالو غږ وكړ، چې د لر او بر پښتانه امن غوښتونكي دي، ددې خاوره دې د ترهګرۍ لپاره نه كارېږي.

" هغه مهال چې د افغانستان پر ځمكه د جګړې اور بل شو، نودوى غلي پاتې شول داسې يې نه انګېرل چې د جګړې د اور دغه لمبې بۀ وغځېږي او د خيبر پښتونخوا سيمې به لاندې كړي. كله چې دا اور وزيرستان ته راوغځېده نو دوى بيا داسې نه انګېرل چې دغه لمبې به خيبر پښتونخوا ته راوغځېږي. "

ښاغلی هوتي همدرانګه وايي دوى هغه مهال پر خپلو دغو غلطيو پوه شول چې د جنګ لمبو خيبر پښتونخوا سيمه وسېځله.

" كه دوى هغه مهال د افغانستان د جنګ لمبې مړې كړې واى، نن به د دوى سيمه د جنګ په لمبو كې نه سوزېدله."

هوتي دا هم وويل له ابآسيند پورې غاړه دې هم پر دې پوه شي چې د جنګ لمبې د دوى پر ځمكه هم بلې شوي چې يواځينى عامل په سيمه كې د جنګ پر وړاندې د دوى غلطي او خاموشي بلل كېداى شي.

وزیر اعلی هوتي همدارنګه وویل پاكستان دې ترې غلطۍ نه تكراروي، ګنې د جنګ لمبې به دا ټوله سيمه ونيسي.

هوتي پر دنياوالو غږ وكړ چې دوى پر خپله ځمكه امن غواړي، پښتانه ترهګر نه دي او نه د ترهګرۍ پلويان دي.

ده ووويل مړه م دوى شول او پړه هم دوى. په جګړه كې زيان هم دوى وليد او ترهګر هم دوى بلل كېږي. " د افغانستان په باب پرېكړه بۀ افغانان او قبايلي سيمو كې به د خپلو سيمو نماېنده ګي پخپله قبايل كوي. بهرنيان نشي كولاى چې د دوى په پرېكړو كې مداخله وكړي. "

ده د خپلو خبرو په ترڅ كې دا هم په ډاګه كړه، چې يو مهال دلته د مورنۍ ژبې پښتو سره چلند سم نه وو، خو اوس دوى پر دې بريالي شوي چې نصاب په خپلې مورنۍ ژبې وليكي.

ددغه كنفرانس يو بل ويناوال او د پښتنو سياسي مشر افضل خان لالا يويشتمه پېړۍ د پرمختګ پېړۍ وګڼله او پر پښتنو يې غږ وكړ، چې دا د جنګ پېړۍ نه ده، نور بايد دلته د جنګ پرځاى د پرمختګ فرهنګ دود شي. دنياوالو ته بايد دا وښودل شي چې دوى سوله خوښوونكي او د امن خلك دي. پرمختګ غواړي، نه جنګ. ده ددغه عالمي امن كنفرانس جوړول په اوسنيو شرايطو كې يو مهم بنسټ وباله او ويې ويل: د افغان ملت د بېدارۍ لپاره د دا ډ،ل كنفرانسونو جوړول يو نيك او ګټور ګام دى.

" د داسې كنفرانسونو له لارې د سيمې په كچه ستونزې هواریږي."

دې كنفرانس ته د افغانستان نه راغلي ليكوال او اديب حبيب الله رفيع د سيمې لپاره د دا ډول كنفرانسونو جوړول له څو لحاظۀ ګټور وبآله. دده په وينا ددغه كنفرانس له لارې به په سيمه كې د جنګ پرځاى د امن او ثبات فرهنګ وغوړېږي.

د پښتو عالمي كانګرس سكرتر عبدالواحد ددغه كنفرانس د جوړېدو هدف دا وباله، چې لر او بر پښتانه سره كېنوي او يو تر بله د امن د فضا په رامنځته كېدو خبرې وكړي.

د كنفرانس د تالار پر دېوالونو هغه شعارونه رازړېدلي وو، چې پكې د امن، پرمختګ او يووالي پېغام نښغتى وو. د دريځ پر سر او غاړو ته د پښتنو مشرانو او مبآرزينو لوى لوى عكسونه رازړېدلي وو. ددغه كنفرانس د غونډْ له تالاره بۀر د كتابونو نندارتونونه او ټنګ ټكور پروګرامونه برابر شوي وو، چې يوه پښتني فضا يې رامنځته كړې وه.

تر دې وړاندې پښتو نړېوال كنفرانس په په كابل او تر هغې وړاندې په كوټه، ټل او دوه ځلې په پېښور كې جوړ شو، خو دغه كنفرانس له هغو سره په دې توپير لاره، چې په دې كې د امن پېغام نغښتى و.

XS
SM
MD
LG