د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سترې محکمې د سقط جنین خلاف قانون لغو کړ


په امریکا کې د سقط جنین حق یوه جنجالي‌ موضوع ده.
په امریکا کې د سقط جنین حق یوه جنجالي‌ موضوع ده.

د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د سقط جنین یا د نقصان په حق کې پریکړه وکړه.

د امریکا سترې محکمې فیصله وکړه چې په امریکا کې هیڅ ایالت حق نه لري‌ چې د ښځو حق چې غواړي‌ سقط جنین وکړي‌ ورنه داسې واخلي‌ چې لاسرسۍ یې د ماشوم د زیانولو کلینیکونو ته محدود کړي.‌

د سترې محکمې د اتو قاضیانو نه پنځو یې د دغه فیصلې په طرفدراي‌ رایه ورکړه او درې نور یې په مخالفت کې رایې ورکړي.‌

دا په څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د امریکا سترې محکمې د سقط جنین د حق په طرفداري فیصله کړې ده.

په دغه پریکړې سره په ټکساس او د امریکا په یو شمیر نورو ایالتونو کې هغه قانون لغو کیږي‌ چې د کلنیکونو نه غواړي‌ چې که د سقط جنین خدمات وړاندې کول غواړي‌ نو باید د روغتون د درجې په طبي‌ سامان الاتو سمبال وي.‌

د سترې محکمې یو قاضي‌ سټیفن براهیر وویل چې د روغتیا له لحاظه د ټکساس د ایالت مقرارت غیر ضروري‌ دي‌ او د اساسي‌ قانون سره په دې په ټکر کې دي‌ چې د ښځو د سقط جنین حق محدودوي.‌

جمهوررئیس اوباما وویل چې د سترې محکمې پریکړې خوشحاله کړی دی.‌

«هره ښځه د اساسي‌ قانون په اساس حق لري‌ چې د ماشوم د زیږولو یا نه زیږولو انتخاب وکړي.»

د امریکا سترې محکمې دغه پریکړه د دوبي‌ د روخصتیو نه یوه ورځ مخکې کړې ده.

دا پریکړه کیدای شي‌ چې یوازې د ټکساس په ایالت کې د زرګونو ښځو په زوند تاثیر وکړي.‌ د سقط جنین طرفدارانو ویلي دي‌ چې پریکړه به اقلیتونو او بې وزلو خلګو ته ګټه ورسوي. فیصله به په نورو ایالتونو کې هم په ښځو تاثیر وکړي.‌

د دیموکراتانو کاندیده هیلري‌ کلنټن د ښځو د دې حق نه چې که وغواړي‌ خپل ماشوم نقصان کولای شي ملاتړ کوي.

خو د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ‌ ټرمپ بیا د سقط جنین مخالف دي او وايي‌ چې یوازې په خاصو مواردو کې،‌ لکه جنسي‌ تیری،‌ د سقط جنین اجازه باید ورکړل شي. خو څو کاله مخکې،‌ټرمپ د سقط جنین د حقوقو ملاتړ کاوه.‌

XS
SM
MD
LG