د لاس رسي وړ اتصالات

مشورتي بورډ: د سولې مذاکراتو صلاحیت حکومت لري، نه ګوندونه


د افغانستان د سولې مشورتي بورډ وايي، له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو صلاحیت افغان حکومت لري نه سیاسي ګوندونه.

یاد بورډ د دوشنبې په ورځ د «لېندۍ پر ۲۶مه» په ارګ کې له ولسمشر غني‌ او نورو افغان چارواکو سره غونډه کې د حکومت په مشرۍ له طالبانو سره پر خبرو ټینګار کړی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په دې اړه خپور شوي بیان کې راغلي چې دغه بورډ له ولسمشر غني سره د سولې د مشورتي بورډ د پراختیا او دندو په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه هم شریک کړل.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدلله هم په دغه غونډه کې ویلي چې د سولې په اړه اقدمات پټ نه تر سره کېږي.

ښاغلي عبدالله ویلي:"موږ ټول باید په اوسنیو شرایطو کې د سولې ملاتړ وکړو او پر بېلابېلو نومونو ونه وېشل شو."

نوموړي د سولې د خبرو اترو لپاره د یوه مسؤل بنسټ په توګه د حکومت چتر حتمي بللی.

افغان حکومت تېره اوونۍ له افغان چارواکو، سیاسي‌ او پخوانیو جهادي مشرانو څخه تشکیل شوی د سولې عالي مشورتي بورډ اعلان کړ.

دا په داسې حال کېده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني مشر محمد حنیف اتمر او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د حکومت لخوا د سولې د وروستیو هڅو په اړه نارضایتي ښودلې.

پر همدې مهال د افغانستان د سیاسي احزابو ټولنه وايي، تر څو چې د افغانستان سیاسي ډلې او قومونه پر یو لړ اساسي اصولو هوکړې ته ونه رسېږي جګړه به روانه وي.

دغه ټولنې د سولې پر بین الافغاني مزاکراتو ټینګار کړی او ویلي دي چې ټول ښکېل اړخونه باید له شرط وړاندې کولو پرته د سولې خبرو ته کېني.

د افغانستان د سیاسي احزابو ټولنې د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، که چیرې د سولې په پروسه کې د هېواد د مطرحو سیاسي اړخونو څخه یو هم لیرې پاتې شي د سولې مذاکرات به نتجیه ورنه کړي.

د سیاسي‌ احزابو دغه ټولنه وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې په هدف د زلمي خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG