د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې د شورا عالي رتبه غړی، رحماني ووژل شو


افغان چارواکي وايي چې وسله والو د افغانستان د سولې یو لوړ رتبه غړی وژلی دی چي دا د سولې روان بهیر ته وروستۍ غټه ضربه ده . چارواکي وايي چې یوه نامعلومه وسله وال کس نن د یکشنبې په سهار په کابل کې د ارسلا رحماني پر موټر باندي هغه مهال برید وکړ چې هغه خپل د کار پر لورې روان و.

رحماني د طالبانو د وخت یو لوړ ربته مامور و او وروسته د افغانستان د سولې په عالي شورا کې شامل شو، هغه شورا چې د ولسمشر کرزي له خوا پرانیستل شوه او موخه یې د افغانستان لس کلنې جګړې ته د سوله ایز حل پیدا کول دي. رحماني د طالبانو د حکومت په دوران کې د طالبانو د لوړو زده کړه د وزارت مرستیال وو.

طالبانو د یکشنبې د ورځې د حملې مسولیت رد کړی دی.

د امریکا په مشري د آیساف قوماندانۍ ویلي دي چې رحماني د یاغیانو تحریک ته شا کړه او داسي یوه لاره یې غور کړه چې په لړ کې وشي کړای خپل هېواد ته په مثبت ډول مرسته وکړي. د هغه پریکړه د افغانستان د راتلونکې دپاره اهمیت لري د آیساف په بیانیه کې راغلي دي چې دا حمله په ښکار توګه دا بیانیوي چې هغه کسان چې د افغانستان د قانوني حکومت پرضد دي د افغانستان د سولې د بهیر نه په هیڅ سطحه د ملاتړ علاقه نلري.

د ارګ په بیانیې کې راغلي دي چې ولسمشر کرزي د رحماني وژل یو ناځوانمردانه او وحشي عمل بللی دی.

د یادونې وړ ده چې د تیرکال د سپتمبر په میاشت کې د افغانستان پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني چې د سولې د شورا مشر و د یوه ځانمرګه برید کونکي له خوا په خپل کور کې ووژل شو.

په عین حال کې افغان چارواکو ویلي دي چې دوي اوس د نړیوالو ځواکونو نه د امنیتي مسولیت د اخیستلو دریم پړاو پیلوي او په لړ کې به یې د افغانستان د ۷۵ په سلو کې نفوس امنیت په خپل افغانان ساتي.

XS
SM
MD
LG