د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي: د ټرمپ د استیضاح پلوي نه کوم


د امریکا د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي

د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي وايي د امریکا د متحده ایالاتونو د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د استیضاح پلوي نه کوي.

میرمن پلوسي واشنګټن پست ورځپاڼې ته ویلي، ټرمپ د استیضاح "ارزښت نلري."

د استازو د مجلس مشرې زیاته کړې" زه د استیضاح پلوي نه کوم" خو زیاته کړې یې ده مګر دا چې د دواړو ګوندونو له خوا پراخ او د قناعت وړ اسناد وړاندې شي.

میرمن پلوسي ویلي" فکر نه کوم چې موږ د استیضاح په لټه کې ووسو ځکه دا کار په هیواد کې تفرقه رامنځ ته کوي.

نانسي پلوسي له دې وړاندې ویلي وو، د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح په اړه باید محتاط پاتې شي.

ددې دیموکراتې قانون جوړونکي دریځ د دیموکراتانو له هغه دریځ څخه شاه تګ دی چې ویلي وو د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح په اړه د حقیقت موندونکي پلاوي د نتایجو په تمه دي، هغه موارد چې د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهور رئیس ټرمپ د یو شمیر نږدې کسانو په همکاري د روسیې د مداخلې په اړه روان دي.

د میرمن پلوسي څرګندونو د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح د مخالفو او طرفدارو قانون جوړونکو غبرګون راپارولی دی.

اخوا د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي سندرز ویلي هغه د میرمن پلوسي له څرګندونو سره هوکړه لري.

XS
SM
MD
LG