د لاس رسي وړ اتصالات

د شارلي ایبدو مجلې د بیان د آزادۍ جایزه واخیسته


د شارلي ایبدو مجلی څو میاشتی مخکی د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتونونه چاپ کړي وو
د شارلي ایبدو مجلی څو میاشتی مخکی د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتونونه چاپ کړي وو

د امریکا د کیڼ اړخه ادبیاتو ډله چی ددی هیواد ځنی وتلي لیکوالان پکی شامل دي چارلي ایبدو مجلې ته د جایزې د ورکړې موضوع ته په داسی انتقادي نظر ګوري چی ېو پر بل د بزدلۍ او د تبعیض په وړاندې د بې تفاوتۍ تورونه لگوی.

ددی مجلی مسؤل مدیر جیرارډ بیارډ، او فلمي منتقد جین بابتیست توریت ته د سه شنبی په ورځ په نیویارک کی د امریکا د پین په نوم بنسټ د خپلی کلنۍ اعانی غونډولو په مراسمو کی د بیان د آزادۍ جایزه ورکړه.

په پاریس کی ددی مجلی په دفتر باندی د جنوري په میاشت کی د دوه هغو اسلام پالو وسله والو لخوا برید وشو چی د مجلی له لوری د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون په چاپولو په قهر شوي وو. پدی حمله کی دولس تنه ووژل شول او یوولس نور زخمیان شول.

د شارلي ابدو مسوول جیرارډ بیارډ مدیر وایي " زه او جین بابتیست ډیر ویاړو چی نن دلته یوو او دا معتبره جایزه اخلو. سربیره پردی چی ځنی فکر کوي دا یو جرم دی. د هغو کسانو نه ډیره مننه چی زموږ ملاتړ کوی".

د پین ادبي ټولنه د ادبیاتو د پرمختگ او بیان دآزادۍ نه ددفاع لپاره کارکوي. ددې ادبی ټولنی څه باندی دوه سوه غړېو ددی پریکړی چی شارلي ابدو ته دا جایزه ورکړي د مخالفت په توګه یو لیک ولیکو چی وایي ځنی کارتونونه یي په کلتوري لحاظ بی ذوقه او یا حتی د تبعیض نه ډک وو.

خو ځنی بیا لکه سلمان رشدي چی د شیطاني آیاتونو د ناول لیکنی په وجهی د اسلام پالو لخوا د مرګ له ویری د څو کلونو لپاره ېې پټ ژوند کاوه، ددی جایزی پلوي کوي او وایي ٫"که چیرته تاسی د آزاد بیان یو سازمان یاست، که تاسو د آزاد بیان ارزښت ته قایل یاست، نو پکارده چی تاسو د آزاد بیان په هغه ارزښت هم باور ولری چی تاسو یی نه خوښوی. او که چیرته یوازی هغه آزاد بیانونه خوښوئ چی ستاسو د اخلاقی او فکري چوکاټ سره برابروي، نودیته بیا په عادي ډول سانسور ویل کیږي".

د شارلی ابدو د چارواکو د موجودیت او د ډالاس ښار ته نژدی د اسلام پر ضد غونډه کې دېوی پیښی رامنځ ته کیدو له امله، د سه شنبی په ورځ ګڼ شمیر میلمانه چی د پین بنسټ غوڼډی ته په نیویارک کی ورتلل، د وسله والو پولیسو له خوا تالاشی کېدل.

XS
SM
MD
LG