د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: یو شمیر امریکايي کمپنۍ د چین ظالمانه سیاستونو ته سر ټیټوي


د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس
د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس

د امریکا د متحده ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس د سپورتي وسایلو او جامو پر تولیدي کمپنۍ نایکي او د باسکیټبال ( ان بې اې ) پر فدراسیون انتقاد کړی چې د چین له خوا د آزادیو په ځپلو چپ پاتې دي.

مایک پنس د پنجشنبې په ورځ د ( اکټوبر ۲۴ ) د تجارت په یوې غونډه کې نایکي او د باسکټبال ملي ادارې، ان بي اې ته په اشارې سره وویل چې دوی د چین د حکومت سپکاوی له پامه غورځوي او د هغه هیواد ګټورو بازارونو ته د لاسرسي په هدف د امریکا ارزښتونه پلوري.

پنس وویل: "په چین کې د نایکي پلورنځیو د هیوسټن راکټز د سپورتي جامو د عمومي مسول د یو اوه کلمه يي ټویټ له امله چې ویلي وو ، "د آزادۍ لپاره وجنګیږئ، له هانګ کانګ سره ودریږئ" د چین له حکومت سره د خواخوږۍ په هدف یې له خپلو پلورنځیو څخه د هیوسټن راکټز سپورتي جامې لري کړي دي."

دغه ټویټ که څه هم ژر پاک شو خو د چین تلویزیون د ان بې اې یا د امریکا د باسکټبال سیالیو خپرول لغوه کړل چې له امله یې لیګ له مالي زیان سره مخ شو.

د تجارت پر سر د امریکا د متحده ایالتونو او چین ترمنځ د شته جنجال سره سره د روان کال په دریمه ربع کې د نایکي فروشات ۷ فیصده لوړ شول چې علت یې په چین کې د یادې کمپۍ محصولاتو ته ډیره لیوالتیا ده.

نایکي په چین کې خپله فابریکه نلري خو د خپلو سپورتي وسایلو یو پر څلورمه برخه په چین کې تولیدوي.

مایک پنس وویل د چین اقتصادي وده ددې لامل شوې نده چې یوې آزادې او پرانیستې ټولنې ته چې پکې شخصي شتمنیو، د قانون واکمني او د تجارت نړیوالو قوانینو ته درناوی کیږي، د هغه هیواد د مستبد نظام پام واړوي.

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ پر هغو ورزشکارانو چې هغه یې د امریکا او خپل دفتر په وړاندې په بې احترامي تورنوي، انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG