د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګان د پوځې منصبدارانو په مرکو کولو محدودیت وضع کړ


د امریکا ددفاع وزیر رابرټ ګېټس د اردو لوړ رتبه چارواکو ته امر کړی چی مخکي له دې چي هغوی د مطبوعاتو سره مرکې وکړي، اول باید چي پنټا ګان ته اطلاع ورکړي.

دغه نوې پالیسي څه کم یوه اونۍ وروسته له هغه اعلانیږي چي په افغانستان کي د امریکا او ناتو د قواو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلی مکرسټل لدې کبله استعفی ته مجبور شو چی په یوه مجله کي یې ځیني خبري چاپ شوې وې.

د ( رولنگ سټون ) په نامه امریکایي مجلې ددغه جنرال او د هغه د همکارانو له خوا یو لړ تبصرې خپرې کړي وې چي پکي د جمهور رییس اوباما په حکومت باندي ملنډي وهل شوې وې.

د پنټاګان چارواکي وایي چی ددفاع وزیر رابرټ ګېټس مخکي لدې موضوع په نوي پالیسۍ باندي کار کاوه. دوي وایی چي ددې پالیسۍ هدف دا نه دی چی ددفاع د وزارت د مامورینو له خوا دي مطبوعاتو ته د معلوماتو ورکول محدود شي.

د جنرال مکرسټل د مسلې نه وروسته ځینو خبریالانو ته دا اندیښنه پیدا شوه چي د اردو ځیني مامورین به شاید دا ویره ولري چي ددوی سره دي تماس ونیسي او مرکې دي ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG