د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ملي آرشیف د پنټاګون محرم اسناد خپروي


د امریکا ملي آرشیف د پنټاګون محرم اسناد خپروي
د امریکا ملي آرشیف د پنټاګون محرم اسناد خپروي

د امریکا د ملی ارشیف چارواکي وایي چې نن به په واشنګټن کې د ((پنټاګون اسناد)) خپاره کړي. دغه اسناد ورسته له دی نه خپریږی چی دقیق ۴۰ کاله مخکی یی ځینی برخی افشا سوي وي. دغه اسناد د نیویارک ټایمز په ورځپانی کی خپاره سوی وه.

هغه مهال د دغه محرمو اسنادو څیړنی ښوولی وه چی د امریکا د دفاع وزارت په پټه د ویتنام جګړی ته لمن وهله. په دغه کار سره د امریکا د دفاع وزارت د امرکیا کانګریس، خلګ او همداراز د امریکا متحدین تیر ایستلی وه. دغه اسنادو د ویکی لیکس لخوا د افشاګریو نه وړاندی په امریکا کی د مطبوعاتو د ازادی او د دولتی چارو د شفافیت په اړه بحثونه راپورته کړی وه.

د پوځی چارو شننوکی، ډینیل السبرګ چی د دغه څیرنی د افشاکولو تر شا اصلی مهره وه، اسوشیتیت پریس خبری آژانس ته ویلی چی هغه فکر نه کوی چی د ۷۰۰۰ پانو په دغو اسنادو کی دی کوم بل مهم شی افشا سی. دغه اسنادو اوس د خپریدو اجازه موندلی او د انټرنیټ په ذریعه به خپاره سی.

XS
SM
MD
LG