پنټاگان وایي چې د افغان حکومت او طالب مرکچیانو ترمنځ چې په ملاقاتونو کوم لگښتونه شویدي، هغه نه ورکوي.
پنټاگان په یوې اعلامیې کې لیکي هغوي د افغانستان د سولې د پروسې په جریان کې د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ د ملاقاتونو لپاره د لوجیستکې مرستو خواست کړی و چې په اوربند کې یې د برخه اخیستنې فکر کاوه. پنټاگان به د دغو ملاقاتونو لگښت نه ورکوي.
اعلامیه زیاتوي: "د امریکا هدف دا دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وشي چې په دغه ملک کې د سولې د موافقې په نتیجه کې جنگ ختم شي او امریکا هم د داسې موافقې لپاره کار کوي".
اعلامیه زیاتوي چې امریکا د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د ځایي کوښښونو ملاتړ کوي چې غواړي د افغان او ناټو د عسکرو ضد تشدد ودریږي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان د ٢٠١٨ کال د اوربند نه وروسته د پنټاگان نه خواست کړی و چې د دواړو خواو ترمنځ ( افغان حکومت او طالبانو ) د ملاقاتونو لگښت دې ورکړي چې د سولې لپاره د ځایي اوربند په عملي کولو کار کوي.
پنټاگان د کانگرس نه غوښتي و چې د ٢٠٢٠ کال په بودیجې کې دې ورته دغه پیسې برابر کړي.
د ٢٠٢٠ کال لپاره د پنټاگان په خپرې شوي بودیجې کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره ۴.٥ ملیارده ډالره ځانگړي شوي.
په دغه بودیجې کې دا هم په ډاگه شوي چې پنټاگان به د طالبانو غړو ته لگښتونه نه ورکوي چې په یوې داسې غونډې کې یې گډون کړی وي چې د افغانستان حکومت او افغان میرمنې پکې نه وې شاملې.