د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګان: د هغو افغانانو ساتنه کوو چې په پوځي محرمو اسنادو کې یې نومونه افشا شوي


د پنټاګان ویاند جیوف مورل
د پنټاګان ویاند جیوف مورل

د امریکا د دفاع وزارت غوښتلي دي چې د افغانستان د جګړې په اړه ټول هغه محرم اسناد دې بیرته دغه وزارت ته ورکړل شي چې د تیره میاشت د ویکي لیکس په نامه یوې ویب پاڼې خپاره کړل.

پنټاګان همدارنګه ویلي دي هغه اسنا دې هم بیرته ورکړل شي چې دغې ویب پاڼې ویلي خپریدو ته چمتو دي.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جویف مورل وویل د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې د امریکا پوځ دیته چمتو دی چې د هغو افغانانو ساتنه وکړي چې پدغو اسنادو کې یې نومونه افشا شویدي.

مورل په سختو ټکو د ویکي لیکس د ویب پاڼې نه وغوښتل چې دغه پوځي محرم اسناد دې بیرته د دفاع وزارت ته ورکړل شي.

" د دفاع د وزارت د نورو محرمو مالوماتو او اسنادو په خپرولو سره وضع نور هم پسې خرابیږي. د ویکي لیکس ویب پاڼه هر څومره ژر چې امکان ولري باید چې دغه ټول اسناد د امریکا حکومت ته وسپاري او همدارنګه دې دغه مالومات د خپلو ټولو کمپیوټرونو نه، د خپلې ویب پاڼې نه او په بل هر ځای کې یې چې ثبت کړي وي د ابد لپاره پاک کړي. "

د دفاع وزارت ویاند جیوف مورل همدارنګه د ویکي لیکس په ویب پاڼې باندې تور ولګاوه چې د ځینو کسانو سره یې غلطې ژمنې کړیدی او ویلي یې دي که چیرته نور مالومات هم دغې ویب پاڼې ته ورکړي نو د مالومات ورکونکي هویت به د قانون پر اساس پټ وساتل شي. مورل همدارنګه د ویب پاڼې نه غوښتلي دي چې د امریکا د پوځیانو نه دې د نورو مالوماتو د اخیستو غوښتنه نکوي.

د امریکا د پوځ یو ځوان افسر همدا اوس په امریکا کې بندي دی، په هغه باندې شک کیږي چې د ویکي لیکس ویب پاڼې ته به پوځي محرم مالومات همده ورکړي وي.

مورل همدارنګه وویل هغو بهرني حکومتونو او افرادو ته ایې اطلاع ورکړیده چې نومونه یې پدغو اسنادو کې افشا شویدي خو هغه ونه ویل چې د دغو کسانو او حکومتونو شمیر څومره دی.

هغه وایي همدارنګه په افغانستان کې د امریکا هغو پوځیانو ته هم اطلاع ورکړل شویده، چې د یو شمیر هغو افغانانو په سیمې کې عملیات کوي چې د امریکا د پوځ سره یې همکاري کوله او پدغو اسنادو کې یې نومونه افشا شویدي. د پوځ نه غوښتل شویدي چې د دغو کسانو ساتنه دې وکړي خو دا ندي ویل شوي چې دغه ساتنه به څه ډول او د افغانستان په کوم ځای کې وي.

XS
SM
MD
LG