د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې د امریکا په قونسلګرۍ باندې چاودنه شویده


سیاست دانوں کی ہاتھا پائی کے مناظر
سیاست دانوں کی ہاتھا پائی کے مناظر

د خېبر پښتونخوا د پېښور په ښار کې دامرېکا د کونسګرۍ پر دوه موټرونو برېد وشو.

د پاکستان طالبانو د جمعی درځی ددغو بم چونو مسوولېت په غاړه اخېستی دی. دامرېکا د سفارت نطاق البرتو رادرېګز ووېل چې په دغو موټرونو کې دامرېکا دوه ماموران په معمولی ډول زخمی شوېدی. خو په دې چاودنه کې ېو پاکستانی ووژل شو او 11 تنه نور زخمی شول.

د پاکستان چارواکی وايی چی افراطېانو ېوه داسی موټر له لېری نه په کنترولېدونکی وسېله باندی وچاوه چې تقرېبا 50 کېلو ګرامه چاودونکی مواد پکې اېښود ل شوی وو. عېنی شاهدان وايی د چاودنی زور د امرېکا د کونسلګری ېوزغره لرونکی موټر د برېښنا له ېوې پاېې سره وجنګاوه.

د طالبانو ېو نطآق ووېل دغه چاودنه د اسامه بن لادن د قتل دانتقام اخېستلو لپاره شوېده.. دغه نطاق دنورو برېدونو دعوه هم وکړله.

رپوټ وايی په پاکستان کې، له هغه وخت راهېسی چې بن لادن د می په دوېمه نېټه په اېبټ اباد کې ووژل شو، دمرګ ژوبلی زېاتوالی لېدل کېږی. اسامه بن لادن، په دغه نېټه د امرېکا د خاصو قواو په عملېاتو کې ووژل شو.

په عېن حآ ل کې د کراچی پولېس وايي چې هغوی دری مشکوک کسان چې ښايی پاکستانی طآلبان به وی په کراچی کې نېولی دی. په دې کې ېو تن احتمالی ځان مرګی دی چې دنوروسره ېې په دغه ښار کې د بم چونو په پلان کار کاوه.

همدارنګه د جمعی په ورځ د پاکستان چارواکېو ووېل چې د بې پېلوټه الوتکېو په بمباری کې لږ تر لږه 4 مشکوک افراطېان چې په ېوه موټر کې ېې د شمالی وزېرستان په قباېلی علاقه کې سفر کاوه ووژل شول.

رپوټ وايی تېره اونی هم د خېبر پښتونخوا په صوبه کې تقرېبا اتېا تنه په ېوه بم چونه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG