د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا امنیتي قواوو یوه ډله جګړه ماران وژلي دي


د خیبر پښتونخوا امنیتي قواوو، د پیښور د ښار په هوايي ډګر باندې د طالبانو د حملې نه یوه ورځ وروسته ، یوه ډله جگړه ماران وژلي دي.

چارواکي وايي امنیتي قواوو نن د یکشنبې په ورځ دغه هوايی میدان ته نژدې په یوې ودانۍ باندې چې پنځه جگړه ماران په کې پټ وو، حمله وکړه.

دغه چارواکي وايي 3 تنه جگړه ماران نن د امنیتي قواوو سره په ډزو کې ووژل شول، او دوه نورو په ځان پورې تړلي بمونه وچول او ځانونه یی پخپله ووژل.

تر دې مخکي مقاماتو ویلي و چې پرون په هوایي میدان باندې د جگړه مارانو په حمله کې څلور ملکي کسان او پنځه جگړه ماران وژل شویدي.

لس گونه نور کسان د پیښور په نړیوال هوایي ډگر باندې د یاغیانو د راکټونو او د ځان وژونکو بم چوونکو په حمله کې زخمي شویدي.
XS
SM
MD
LG