د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور په برید کې ۶ پولیس وژل شوي


د پاکستان په پیښور کې ښار کې د پولیسو په یو کاروان د وسله والو په یو برید کې لږترلږه شپږ پولیس وژل شوي او گڼ شمیر نور زخمیان دي.

د اباسین په لویه لاره کې د جمعی په ورځ پدې وسله وال برید کې د سیمه ایزو پولیسو قوماندان هم ټپی شوی دی.
ځايي رسنۍ وایي د پیښور او کوهاټ ترمنځ لاره کې د پولیسو پر کاروان د برید په وخت کې وسله وال په سپکو وسلو، لاسي بمونو او راکټونو سمبال وو.

د جمعې په ورځ سهار وختي هم نامعلومو وسله والو په خیبردره کې د ناټو پر ېوه اکمالاتي کاروان ډزې وکړې ، یو موټروان یې ووژی و او یو بل یې ټپي کړ.
XS
SM
MD
LG