د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرگه په پیښور کې لوی نظامي قومندان ووژه


په پیښور کې په یوه ځان وژونکي حمله کې نن د پاکستان د نیمه نظامی قواو قوماندان د خپلو دوو ملگرو سره یو ځای وژل شوی دی.

پاکستانی مقاماتو وویل چې د فرنټېېر کانسټېبلری عمومي قوماندان صفت غیور نن په دې حمله کې مړ شو او تقرېبا څلور کسان زخمیان شوي دي.

پاکستاني ماموران وايي تراوسه پورې نه معلومیږي چې ایا حمله کوونکی پیاده روان و او که په موټر کې سپور و.

له بلې خوا، نن په کراچۍ کې د دوهمې ورځې لپاره هم د شپې له خوا د ټوپکوالاو په حملو کې تقریبا دولس کسان ووژل شول.

مظاهره کوونکو موټرې او دوکانونه وسوځول او ټوپکوالاو خلک وویشتل. تر اوسه پوری په کراچئ کی دوه شپېته تنه په روان اخ و ډب وژل شوی دي.

نښتی او فسادونه هغه وخت پیل شول چې د دوشنبی په ورځ د مِحده قومې تحرېک دصوباېې اسمبلئ ېو غړی رضا حېدر ووژل شو.

پاکستانی مقاماتو ددغې وژنې پړه د طالبانو په غاړه غورځوی او واېې چه په دې اړه ېې شل کسان نېولی دي.

په کراچئ کې ډېر پښتانه اباد دي او دپښتنو او اردو ژبو مهاجرو ترمنځ تشنج دمخکی نه موجود ؤ د متحده قومې تحرېک مشرانو ددغې وژنې پړه دعوامی نشنل پارټۍ په غاړه غورځولی ده .

سږکال په کراچئ کی تقرېبا دوه سوه کسان مړه شوی دي. کراچئ دپاکستان ترټولو غټ ښار او دتجارت مرکز یې دی.

د پاکستان د مرکزي بانک او ونډو د بازار دفترونه هم په کراچئ کی دي.

XS
SM
MD
LG