د لاس رسي وړ اتصالات

پېټر انډرسن: افغانستان په نړۍ کې وتلي لوبغاړي لري


د افغانستان دکرکټ د لوبډلې پلوېان او مینه وال
د افغانستان دکرکټ د لوبډلې پلوېان او مینه وال

د افغانستان د کرکټ بورډ رئېس نورمحمد مراد وویل چې د کرکټ نوې ملی اکاډېمی په دې ډېره خوشاله ده او پېټر انډرسن ته چې په کرکټ کې دلوړې درجی ښوونکی دی، هرکلی وايي.

افغانستان د پاپوا نېوگېنی د کرکټ ښوونکی پېټر انډرسن د کرکټ لپاره د خپلی ملی اکاډېمۍ د نوي ښوونکی په توگه ټاکلی دی.

په کابل کې د کرکټ نوې ملي اکاډېمی جوړه شوېده او نوموړی به د کرکټ نوېو او پخوانېو لوبغاړو سره پکې خپلې تجربې شرېکوي.

پېټر انډرسن دآسترالېا د کوېنز لنډ، او سوت آسترالېا د ټېمونو لپاره 56 لومړۍ درجه لوبې کړېدي. هغه تردې مخکې د کرکټ د ښوونکی په توگه په پاپوا نېوگېنی کې وظیفه اجرا کوله. پېټر انډرسن هلته د ښځو او نارېنه و د ملی لوبډلو دلوبغاړو د پرمختگ څارنه اوکتنه کوله.

پېټر انډرسن وویل چې دی په دې ډېر خوشاله دی چی د افغانستان د کرکټ د بورډ سره کار وکړي، افغانستان ډېر با استعداده او په طبېعی لحاظ په نړۍ کې وتلي لوبغاړي لري. هیله من ېم چې زه له لوبغاړو سره او دهغوی له ښوونکېو سره مرسته کولی شم چې خپل اهداف ترسره کړي. زه به هڅه وکړم چې هغوی دکرکټ په لوبه کې په دوامداره توگه ښې لوبې وکړي او د کرکټ لپاره خاص مهارتونه زما په سلا مشورو په ملی اکاډېمې کې د ېو ښوونکي په توگه حاصل کړي.

رپوټ وايی کله چې پېټر انډرسن د پاپوا نېوگېنی د ټېمونو لارښودو نو دهغه هېواد ټېم دده د هڅو په نتیجه کې په نړۍ کې له نونسمی درجی نه شپاړسمی درجی ته په نړۍ واله کچه لوړ شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ رئېس نورمحمد مراد وویل چې د کرکټ نوې ملی اکاډېمی په دې ډېره خوشاله ده او پېټر انډرسن ته چې په کرکټ کې دلوړې درجی ښوونکی دی، هرکلی وايي. دی به موږته په نړۍ واله کچه د کرکټ د څو کلونو تجربې له ځان سره راوړي او زموږ لوبغاړي به وروزي.
XS
SM
MD
LG