د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پیټریس: طالبانو په کابل او څو ولایتونو کې حرکت او ابتکار باېللی دی


جنرال پیټریس: طالبانو په کابل او څو ولایتونو کې حرکت او ابتکار باېللی دی
جنرال پیټریس: طالبانو په کابل او څو ولایتونو کې حرکت او ابتکار باېللی دی

په افغانستان کې دامرېکا اوناټو دقواو قوماندان وايی چې عسکرو ېې د طالبانو حرکت په څو ولاېتونو کې د پاېتخت کابل په شمول په شا تنبولی دی.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس ددوشنبی په ورځ باندی د بی بی سی راډېو ته ووېل چې دنړېوال اېتلاف عسکر په نورو ځاېونو کې هم د طالبانو حرکت په افغانستان کې په شا تنبولی شی. خو هغه خبرداری ورکړ چې دغه راز عملېات به نه اسانه وی او نه به په چټکی سره سرته ورسېږی. جنرال پېټرېېس په ېوه مرکه کې د برتانېې دبې بی سی راډېو ته ووېل چې جمهوررئېس براک اوباما هدف دادی چې د ٢٠١١ مېلادی کال د جولای په مېاشت کې عسکر بېرته امرېکا ته راولی. خو داخبره په دې شرط پورې تړلی ده چې هغه وخت به په افغانستان کې دامنېت حآلات په څه ډول وي.

هغه ووېل چی داهغه نېټه نده چې امرېکا ېان به راوتل پېل کاندی بلکه داهغه نېټه ده چی ېوشمېر کارونه به افغانانو ته وسپارل شی.

دبی بی سی راډېو د ناټو ناکامی ته په دې برخه کې اشاره وکړله چې ترهګر اسامه بن لادن ېې ونه نېولی شو. دامرېکا دغه جنرال ووېل چې دنا ټو ناتوانی چې اسامه بن لادن ېې ونه نېولی شو، داستخباراتو رېښتونی ناکامي وه.

XS
SM
MD
LG