د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جګړې په اړه د جنرال پیټریس نوی لارښود


د افغانستان د جګړې په اړه د جنرال پیټریس نوی لارښود
د افغانستان د جګړې په اړه د جنرال پیټریس نوی لارښود

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس د هغه تر قوماندې لاندې شاوخوا یو سل او پنځوس زره نړیوالو عسکرو د جګړې کولو په اړه خپل لومړنی تاکتیکي لارښود صادر کړیدی.

د دغه لارښود یو هدف د عسکرو د هغو اندیښنو له منځه وړل دي چې وایي په پخواني لارښود کې د هغوي لپاره د ځان نه دفاع کول خورا ګران کار ؤ.

جنرال ډیوډ پیټریس پخپل لارښود کې د عسکرو نه غوښتلي دي که چیرته ملکي افغانانو ته د زیان د رسیدو امکان وي نو د قوي نه دې کار نه اخلي. خو دوه حالته یې بیا د دې امر نه مستثنی کړیدي.

که څه هم چې د لارښود د همدغې برخې اصلي ټکي تر دې دمه محرم ساتل شویدي، خو د ناټو د قوماندانۍ په یوې اعلامیه کې ویل شویدي چې یوازې په هغه حالت کې ملکي خلکو ته زیان رسیدلی شي چې د افغان او نړیوالو قواوو د ساتلو لپاره بله هیڅ چاره نه وي.

د دغه حالت نه پرته د عسکرو نه په ټینګه غوښتل شویدي چې د ملکي افغانانو ساتلو ته به د ټولو نه زیات اهمیت ورکوي.

د پخواني لارښود په اړه چې د ناټو او امریکایي قواوو پخواني قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل صادر کړی ؤ ځینو عسکرو شکایت کاوه چې د ځان د ساتلو لپاره هغوي ته زیات واک ندی ورکړل شوی او د هغوي لاسونه یې ورتړلي ؤ. په کابل کې د ناټو د قواوو یو ویاند د جرمني د قواوو برید جنرال جوزف بلاټز وایي چې په نوي لارښود کې دې ټکي ته خاصه پاملرنه شویده.

" دی وایي چې د جنرال ډیوډ پیټریس په لارښود کې د ځان د دفاع حق په ښکاره ډول ورکړل شویدی. "

جنرال ډیوډ پیټریس د امریکا په پوځ کې د بغاوت پر ضد د تګلارې مشر دی، هغه پدې ټینګار کوي چې د ملکي خلکو ساتنه باید چې وشي. خو د همدې کال د جون په میاشت کې کله چې هغه د امریکا د مشرانو په جرګې کې د خپلۍ منظورۍ په غونډې کې وینا کوله وویل چې دا خبره خورا مهمه ده چې عسکرو ته باید چې د ځان د دفاع توانایي او واک ورکړل شي.

" دا زما لپاره اخلاقي مکلفیت دی چې د امریکا د هر نارینه او ښځینه پوځي همدارنګه د نړیوال سوله ساتونکو قواوو او افغان امنیتي قواوو د ساتنې لپاره چې زمونږ د عسکرو سره اوږه په اږه جګړه کوي ، ټول امکانات د هغوي په اختیار کې ورکړم او پدې برخې کې هیڅ شي هم ونه سپموم. د جګړې په په سختو شرایطو کې باید چې د عسکرو پوره پوره ملاتړ وشي او هغه څه ورته ورکړل شي چې اړتیا ورته لري. "

د امریکا ځیني پوځي چارواکي وایي چې یو شمیر د سیمې قوماندانانو په لوی لاس د پخواني لارښود مقررات په پوځیانو باندې سخت کړي ؤ. په همدې خاطر جنرال ډیوډ پیټریس پخپل لارښود کې ددې یادونه کړیده چې هیڅ یو قوماندان دا حق نلري چې زما د اجازې نه پرته د لارښود په قوانینو کې بدلون راولي.

د امریکا د پوځ یو متقاعد صاحب منصب ډګر جنرال جمز ډیوبیک وایي چې د جنرال ډیوډ پیټریس دا کار ښه پر ځای کار دی.

" د جنرال پیټریس په لارښود کې هغه هڅه کړیده چې د پخواني لارښود په پرتله د قوماندانانو ته هر څه واضح کړي. جنرال پیټریس نه غواړي چې د هغه لارښود دې د هغه نه ښکته قوماندانان نور هم سخت کړي او کله چې دغه لارښود په پای کې د بلوک او یا د دلګي په سطحه عسکرو ته رسیږي نو هغوی به حتی د ډزو کولو حق هم ونلري. نو جنرال پیټریس په همدې خاطر ویلي دي چې دغه قوانین د ټولو لپاره یو شان دي او څوک یې د بدلولو اجازه نلري. "

جنرال ډیوډ پیټریس همدارنګه پخپل لارښود کې د عسکرو نه غوښتلي دي چې په طالبان او نورې ډلې دې د ځنډ او دمې کولو نه پرته تعقیب کړي خو زیاته کړې یې ده چې دا کار باید چې خپل قوت او دښمن ته ته په کتو سره وشي. تر څو پدې سره هم افغان ملکیان وساتل شي او هم عسکر.

جنرال پیټریس ویلي دي دا یو اخلاقي مکلفیت دی چې هم باید د ملکي افغانانو ساتنه وشي او هم دې د عسکرو.

جنرال پیټریس همدارنګه د عسکرو نه غوښتلي دي چې په ټولو عملیاتو کې باید چې د افغانستان امنیتي قواوې شاملې وي ځکه هغوي د ځایي حالت په مالومولو کې د نړیوالو قواوو سره مرسته کولی شي. هغه همدارنګه ویلي دي چې د جمهور رییس اوباما هغه تګلاره د کامیابۍ په لور روانه ده چې د تیر کال د ډسمبر په میاشتې کې یې اعلان کړله. پیټریس وایي چې اوس خلک په افغانستان کې د یاغیانو سره د لاس یو کولو ته زړه نه ښه کوي. جنرال پیټریس ویلي دي چې دافغانستان جګړه د نیتونو تر منځ سیالي ده، هغه په عسکرو باندې غږ کړیدی چې هر افغان ملکي کس چې وژل کیږي نو د نیتونو په سیالۍ کې زمونږ قضیه کمزورې کیږي.

XS
SM
MD
LG