د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې بهرنیو عسکرو ته نوي احکام ورکړل شول


په افغانستان کې بهرنیو عسکرو ته نوي احکام ورکړل شول
په افغانستان کې بهرنیو عسکرو ته نوي احکام ورکړل شول

په افغانستان کی دامرېکاېې قواو او ناتو عمومی قوماندان جنرال ډېډېډ پېټرېس خپلو عسکرو ته د ا حکامو ېوه نوې رهنما ورکړی ده.

په دغه رهنما کی جنرال ډېوېډ پی ټرېس په هغو اوامرو باندی ېو اور بېا تاکېد کړی دی چې په افغانستان کې دملکی خلکو د تلفاتو نه دځان د ساتلو لپاره دهغه نه مخکی امرېکاېې قوماندان ورته ورکړی ؤ.

په دغه احکامو کې چه نن دناتو پوځونو ته ورکړل شول، جنرال ډېوېډ پېټرېس واېې نړېوالې قواوې باېد د دښمن دتعقېبولو او دبی گناه ملکی وگړو او خپلو ملگرو دژوند خوندی ساتلو په منځ کی ېوه موازنه مراعت کړی.

نوي احکام دعسکرو نه غوښتنه کوی چه د پوځی قوت داستعمالولو نه مخکی باېد قوماندانان ځانونه ډاډه او مطمېن کړی چه دجنگ په صحنه خو ملکی خلک نه دي موجود.

جنرال پېټرېس واېې چه ېواځی د خپلی دفاع په صورت کی عسکر کولی شی چه دقوت نه کار واخلی. دا یوه استثنا ده.

دامرېکا او ناتو عمومی قوماندان په خپلو نوو احکامو کی په دې خبره باندی زېات تاکېد کړی دی چه خارجی قواوې باېد تل دافغانی عسکرو سره خپله ملگرېتا وساتی ځکه چه د هغوئ موجودېت به ددې باعث شی چه دملکی خلکو تلفات په جنگ کی کم شی.

هغه ووېل اکثرا ملکی خلک په جنگ کی ځکه تلف کېږی چه خارجی عسکر دهغوئ په ژبه، رواجونو او کلتور باندی ښه نه پوهېږی چې په نتېجه کی ېې غلط فهمی راپېدا کېږی.

امرېکاېې عسکرو څو وارې شکایت کړی ؤ چه دعسکری قوت په استمعال باندی د هغو بندېزونو په وجه ېې خپل ژوند په خطر کی لوېږی چې دامرېکاېې پوځونو پخواني قوماندان جنرال سټېنلی مک کرېسټل پری لگولی وو.

له بلی خوا نن ناتو ووېل که څه هم چه طالبانو دملکی خلکو دژوند دساتلو لپاره خپل نوي مقررات وضع کړی دي خو اوس هم بی گناه ملکی وگړو ته زېان رسوی.

دناتو ېو اعلامېه چه نن خپره شوی ده واېې کوم نوي مقررات چه دطالبانو مشر ملا محمد عمر خپلو کسانو ته جاری کړی دي، هغوئ ته ېې هداېت کړی تر څو چه کوم افغان ملکی وگړي دناتو دقواو او ېا هم دافغانستان د حکومتی قواو سره دطالبانو پر خلاف لاس ېو کړی نه وی باېد هېڅ ډول ضرر او تاوان ورته ونه رسېږی.

خو ناتو نن ووېل چه د طالبانو دمشر ددغه هداېاتو نه څو ورځې وروسته هم هغوئ دری څلوېښت تنه ملکی کسان وژلی دي او پنځه شپېته کسان ېې زخمېان کړی دي.

ناتو ووېل چه زېاتره تلفات د قندهار په ولاېت کی د دوشنبی په ورځ په حملو کې ورسېدل چه پنځه تنه ماشومان هم کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG