د لاس رسي وړ اتصالات

اکثریت پاکستانیان شرعي نظام غواړي - پیو


د سیاسي اسلام په اړه د مسلمانانو د نظر اختلاف
د سیاسي اسلام په اړه د مسلمانانو د نظر اختلاف

پاکستان کې ۷۸ سلنه خلک په قرآني اصولو ولاړ حقوقي او سیاسي نظام غواړي. دا د پیو د تحقیقاتي موسسي په یوې وروستۍ نظرپوښتنې کې راغلي چې په لسو هیوادونو کې یې د شرعي نظام په اړه له عامو خلکو پوښتلي. دا نظرپوښتنه په پاکستان، فلسطین، ترکیې، نایجریا، بورکینافاسو، اندونیزیا، مالیزیا، لبنان، اردن او سنیگال کې ترسره شوه.

د نظرپوښتنې پايلې ښيي چې پدغو لسو هیوادونو کې مسلمانان د قرآن نظام په اړه بیلابیل فکرونه لري.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي چې ددغو اختلافونو ممکنې انگیزې ددې هیوادونو تاریخي او مذهبي ترکیب او همداشان شخصي عاملونه لکه په جدي توگه د مذهبي مناسکو ترسره کول، عمر او د گډون کوونکو د پوهې کچه شامله ده.

د پیو نظر پوښتنې ښودلي چې په څلورو هیوادونو، پاکستان، فلسطین، اردن او مالیزیا کې د نظرپوښتنې د گډون کوونکو نیمایي او زیات شمیر کسانو ویلي دي چې قوانین باید په جدي توگه د قرآن سره مطابقت ولري.

د نظرپوښتنې پر بنسټ، پاکستان کې تر نورو هیوادونو ډیر د شرعي نظام لپاره لیوالتیا شته.

خو ترکیه د نفوس زیاته برخه یې هم مسلمانان دي، د پیو څیړنیز مرکز په نظرپوښتنه کې د یو سیکولر هیواد په توگه څرگند شوی دی. د ترکیې یواځې په سلو کې ١٣ اوسیدونکي ددې هیواد په قوانینو کې د اسلام د نفوذ سره موافق دي.

په لبنان او ترکیه کې د نظرپوښتنې ځوان گډون کوونکي د پوخ عمر لرونکو په پرتله په کمه کچه له دې سره موافق وو چې قرآن دې د هیواد د قوانینو سرچینه وي.

په نایجریا، ترکیه، بورکینافاسو، اندونیزیا، لبنان او سنگال کې د تحصیل د متوسطې کچې لرونکو کسانو د هغو په پرتله چې د تعلیم کچه یې د متوسطې له دورې ټیټه وه له دې سره لږ موافق وو چې د هیواد قوانین یې د په جدي توگه د قرآن د احکامو پیروي وکړي.

د شرعي احکامو څخه د قوانینو جدي پیروي په یو شمیر هیوادونو کې زیاته پلوي ترلاسه کړې ده، خو دلیل یې نه دی ذکر شوی. د مثال په توگه په فلسطین کې د پلوۍ کچه چې په ٢٠١١ کال کې ۳۶ فیصده وه په ٢٠١٥ کال کې ٦٥ فیصده شوی ده.

خو په یو شمیر هیوادونو کې لکه اردن، په قوانیو کې د قرآن د نفوذ د پلوۍ کچه د ٢٠١٢ کال په پرتله ١٢ فیصده راټیټه شوی ده او اوس ددې هیواد ٥۴ فیصده کسان چې په سروی کې یې گډون کړی و وایي چې قوانین باید په جدي توگه د قرآن له احکامو پیروي وکړي.

د پیو د څیړنیز مرکز په دغه نظرپوښتنه کې تیر کال څه دپاسه لسو زرو کسانو برخه اخیستې وه، د نظرپوښتنې نتیجه د چارشنبې په ورځ اعلان شوه. ددې څیړنې په نتیجه کې د اشتباه کچه له ٣،۴ څخه تر ۴،٣ پورې اټکل شوی ده.

XS
SM
MD
LG