عربي پسرلی د هغو ولسي خوځښتونو او پاڅونونو نوم دی چې په ۲۰۱۰ میلادی کال کې د آسیا په جنوب لویدیځ او د افریقا د شمالي برخې په ځینو هیوادونو کې پیل شول او په ترځ کې یې رژیمونه بدل او د سیمې یو شمیر هیوادون بی ثباته شول. دغو پاڅونونو په تونس کې زین العابدین بن علي، په یمن کې علي عبدالله صالح، په لیبیا کې معمر قذافي او په مصر کې د حسنې مبارک څو کلنې واکمنۍ پای ته ورسولې.
د عربي پسرلي د پاڅونونو څو انځورونه
د عربي پسرلي د پاڅونونو څو انځورونه

۱
د مصر په قاهره ښار کې د حسنې مبارک د رژیم په اوښ سپور پلوی چې د مبارک ضد لاریون کونکو د ویرولو هڅه کوي. د ۲۰۱۱ کال د فبروری ۲

۲
د قاهرې په تحریر میدان کې لاریون کونکي پر پولیس د اوښکي بهونکي لاسي بم د اچولو په حال کې. د ۲۰۱۱ کال د جون ۲۹

۳
د قاهرې په تحریر میدان کې لاریون کونکي د حسنې مبارک د استعفا د خبر په خوشحالۍ کې

۴
زینب الخواجه ۵۸ کلنه مصري میرمن چې له لاریونونو څخه ورسته غواړي په لومړنیو ټاکنو کې ګډون وکړي. د ۲۰۱۱ کار د دسامبر ۲۱