د جون شلمه په ټوله نړۍ کې د مهاجرو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. ملګري ملتونه وايي بهر کې د میشتو ۲.۷ میلیونو افغان مهاجرینو د شتون له امله افغانستان په نړۍ کې د زیاتو مهاجرو لرونکو هیوادونو په ډله کې درییم هیواد دی.
د کډوالو نړیواله ورځ

۵
د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې له دغو شپږ میلیونو څخه ۳.۵ افغانان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي او ۲.۶ میلیونه یې نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. او وايي چې دغه حالت په ځانګړي ډول پر افغان مېرمنو او ماشومانو باندې ډیر ناوړه تاثیر کړی چې د بې ځایه شویو اتیا سلنه جوړوي.

۶
د سوریې او ترکیې پر پوله د بیځایه شویو سوري کډوالو کمپ

۷
د یونان په کاس ټاپو کې له سوریې څخه تازه راغلې مهاجره

۸
د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې په تېر اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، د افغان کډوالو شمیر زیات شوی او افغانستان نن ورځ له کړکېچن بشري ناورین سره مخ دی.