د لاس رسي وړ اتصالات

د توکیو المپیک کې د کرونا د نویو بڼو د خپریدو د احتمال خبرداری ورکړل شوی 


د جاپان د ډاکترانو د اتحادیې رئیس خبرداری ورکړی چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د توکیو د المپیک لوبو جوړیدل ښایي د کروناویروس د نويو ډولونو او یا په بشپړه توګه د یو نوي ویروس د رامنځ ته کیدو سبب شي.

ډاکتر ناوتو یویاما د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۵) وویل چې د المپیک نړیوالې کمیټې او د جاپان حکومت د څه دپاسه ۲۰۰هیوادونو د ۱۵زرو لوبغاړو او په لسګونو زرو مسؤلینو، حکمانو او د رسنیو د کارکوونکو د راوړلو په خطر جدي فکر ندی کړی.

ښاغلي یویاما وویل: "د کروناویروس د وبا له پیل راهیسې تر اوسه داسې یو خطرناکه پیښه چې زیات شمیر خلک په کې د نړۍ له مختلفو سیمو څخه په یو ځای کې راټول شي نده شوې. ډیر مشکله ده چې وړاندوینه وشي چې دغه پیښه به په څه شي واوړي."

دغه جاپاني ډاکتر تل د کروناویروس وبا د "عرفي جګړې" له وضعیت سره پرتله کړې او ویلي یې دي چې د هغه استدلال د یو ډاکتر په توګه د هغه د شخصي تجربو زیږنده دی. ښاغلي یویاما چې د توکیو المپیک په پروګرام کې هیڅ رول نلري، خبرداری ورکړ چې د هغه ستره اندیښنه د توکیو په المپیک کې "د ویروس د یوې نوې خوزنده بڼې رامنځ ته کیدو" په اړه ده.

د المپیک نړیوالې کمیټې او جاپاني مسولینو ویلي دي د عامه روغتیا د لارښوونو په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان په سپارښتنو تکیه کوي. هغوی ویلي دي چې د المپیک او پارا المپیک لوبې په "مصوونه او امن" فضا او په پراخو ازمیښتونو، سختو پروتوکولونو، ټولینز واټن په مراعت کولو او د المپیک په کلي کې د لوبغاړو په قرنطین کولو باندې په تمرکز سره ترسره کیږي.

د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي چې څه دپاسه ۸۰فیصده خلک چې د توکیو خلیج ته نژدې د المپیک په کلي کې میشت کیږي، واکسن کیږي، که څه هم چې په جاپان کې د واکسین بهیر ورو دی او تر اوسه ددې هیواد له پنځو فیصدو کم خلک واکسین شوي دي.

د روانې اونۍ په پیل کې د نیو انګلنډ طبي ژورنال هم لیکلي وو چې د توکیو د المپیک د جوړیدو په اړه د المپیک د نړیوالې کمیټې اقدام د "بهترینو علمي شواهدو" سره برابر ندی. د بریتانیا دغه معتبر طبي ژورنال تیره میاشت هم په یوه سرمقاله کې لیکلي وو چې د وبا په ترڅ کې د المپیک د لوبو په جوړیدو باید بیا غور وشي.

جاپاني مقاماتو ویلي دي چې شاوخوا ۱۵.۴ میلیارد ډالر یې تر اوسه د المپیک د لوبو په جوړیدو لګولي دي، خو د یوې پلټنې موندنې ښيي چې لګول شوې پانګه د وړاندې شوي رقم څخه ډیره زیاته ده.

تر اوسه د المپیک د لوبو په ترڅ کې د نندارچیانو د حضور په اړه تصمیم ندی نیول شوی او ددې لوبو جوړونکي به راتلونکې میاشت پدې هکله تصمیم ونیسي.

XS
SM
MD
LG