د لاس رسي وړ اتصالات

د اناناس پوټکی د زخمونو لپاره ښه درمل


په درملو کې د اناناس کارول
په درملو کې د اناناس کارول

برازیلي څیړونکي د پوټکي د زخمونو د ژر رغیدو لپاره پر یوې داسې څیړنې کار کوي چې اناناس پکې کارول کیږي.

اناناس چې د نړۍ یوه ډیره مشهوره میوه ده، داسې ګومان کیده چې یوازې د خوراک لپاره کارول کیږي، خو اوس دغه میوه په درملو کې رول لوبوي. برازیلي څیړونکي اناناس په پرمختللو درملو کې کاروي.

دا خوږه میوه چې په جنوبي امریکا کې ډیره موندل کیږي، د بروملین زیات انزایم پکې شته چې د ټپونو په ژر رغولو کې مرسته کوي. د التهاب ضد انزایمونه له پخوا نه د ټپونو د ژر رغیدو لپاره کارول کیدل.

برازیلي څیړونکي د بروملین انزایم څخه په ګتې اخیستنې سره غواړي داسې درمل جوړ کړي چې د بدن د پوستکي زخمونه ډیر ژر روغ شي.

په برازیل کې د کمپیناس پوهنتون استاده پریسیلا مزولا وايي انزایمونه هغه کیمیاوي مواد دي چې په بدن کې ترمیمي او تخریبي پروسې چټکې کوي.

میرمن مزولا زیاتوي "له اناناس نه چې کومه پټۍ جوړیږي او د بروملین انزایم لري، د زخمونو په ژر جوړولو کې مرسته کوي. موږ هم داسې انګیرله چې دا به په دې برخه کې ګټور وي، ځکه دا پروتین هضموي، د زخم پر سر مکروبونه له منځه وړي او په زخمونو کې ځای پر ځای شوی برسیرنه طبقه چې د زخم مړه طبقه بلل کېږی له منځه وړي او په دې توګه پوټکي ته اکسیجن رسوي او په رغولو کې یې مرسته کوي".

ډیر واړه سلولونه د بکتریا په واسطه منځه ته راځي چې دا بکتریا په خپله له ورستې میوې څخه ځان تغذیه کوي.

د سوروکابا پوهنتون استاده انجیلا جزالا وايي له اناناس نه د درملو جوړول دوه هدفونه لري چې د اناناس پروتین او بروملین انزایم یوځای کول دي او پکې د اناناس پوستکی کارل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د درملنې لپاره دا نوښت لا تراوسه د جوړیدو په لومړني پړاو کې دی.

XS
SM
MD
LG