په برازیل کې چارواکي وایي یوه الوتکه چې ۵۷ مساپر او څلور عمله پکې سپاره وه، جمعه اګست نهمه (زمري ۱۹) ددې هیواد د ساوپاولو په ایالت کې لویدلې او ټولې سپاره کسان پکې وژل شویدي.
یو شمیر انځورونه او ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، پکې ښودل کیږي چې یوه ATR-72-500 ډوله الوتکه په ډیر چټکوالي په ځمکه لویږي او په نورو ویډیوګانو کې بیا ښودل شوې چې د الوتکې د لویدو له ځای څخه لوخړې پورته کیږي.
الوتکه د خلکو د اوسیدو په ځای کې لویدلې خو سیمه ایز چارواکي وایي چې یوازې په الوتکې کې سپاره کسان وژل شوي.
د الوتکې د لویدو له ځای څخه سیمه ایزو چارواکو چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کښې یې برخه اخیستې وه، په یو ایمیل کې چې د فرانس پریس خبري اژانس ته یې استولی، تائید کړې چې په الوتکې کې هیڅ سپور تن ژوندی ندی پاتې.
د برازیل جمهور رئیسې لیوز اناسیو لولا دا سلوا ، هم تر دې وړاندې په یوې غونډې کې ویلي و چې په الوتکې کې د سپرو کسانو څخه یو یې هم ژوندی ندی پاتې او په همدې غونډې کې یې د څو شیبو لپاره په الوتکې کې وژل شویو کسانو ته د درناوي په خاطر چوپتیا وکړله.
چارواکو تر اوسه د الوتکې د لویدو علت په هکله څه ندي ویلي.
خو ددې الوتکې د جوړولو فرانسوي او ایټالوي شرکت مسؤلینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې کارپوهان یې د الوتکې لویدو پیښې په تحقیقاتو کې مرسته کوي.
د الوتکې د لویدو ځای ته نظامي پولیس، د اور وژنې عمله او د ایالت ملکي دفاع ځواکونه استول شوي چې د وژل شویو کسانو د جسدونو په لیږد کې مرسته وکړي.
نظامي پولیسو هم تائید کړې چې د الوتکې لویدو په ځای کې د سیمې خلکو ته مرګ ژوبله نده اوښتې او دا یې هم ویلي چې په سیمې کې بل شوی اور یې مړ کړی.
فورم \ دبحث خونه