د لاس رسي وړ اتصالات

قزاقستان کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي


قزاقستان د الوتکې لوېدو ځای
قزاقستان د الوتکې لوېدو ځای

په قزاقستان کې د یوې مسافر وړونکي الوتکې د لوېدو پښه کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د «بیک ایر» هوايي شرکت دغه الوتکه نن جمعه د «ډسمبر پر ۲۷مه» د قزاقستان په الماتا ښار کې له هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو وروسته پر یوه کور لوېدلی ده، چې یو شمیر کسان یې ټپیان کړي هم دي.

راپور وايي، چې په دغه الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۰۰ تنه سپاره و.

د قزاقستان د هوايي چلند کمېټې ویلي، چې الوتکې په هوا کې د پورته کېدو توان له لاسه ورکړ او په سیمه کې پر یوه دوه پوړیزه ودانۍ را ولوېده.

چارواکو ویلي، چې تر دا مهاله ددغه الوتکې د لوېدو لامل نه دی څرګند، خو زیاتوي چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

رویټرز خبري اژآنس د یو عیني شاهد له قوله ویلي، چې د الوتکې د لوېدوپر مهال یې په الوتکه کې یو لوی غږ اورېدلی دی.

دغه الوتکې له الماتا څخه د دغه هېواد یو بر ښار نور سلطان ته پرواز کاوه چې لوېدلې ده.

راپورونه وايي، چې د پېښې یو شمېر ټپیان چې ماشومان هم پکې شامل دي روغتون ته انتقال شوي دي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت توکایوف د پېښې په اړه اړه اندېښنه څرګنده او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه د دغه هیواد صدراعظم ته په دې اړه د څېړنو سپارښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG