د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په ایټالیا او جرمني کې د مافیا ۲۰۰ غړي نیولي


پولیس وايي د خپلو عملیاتو په اړه به پوره جزییات وروسته خپروي

چارواکي وايي پولیسو د ایټالیا د یوې مشهوري مافیايي ډلې ۲۰۰ مشکوک کسان او لسګونه میلیونه ډالر نیولي دي.

د ایټالیا پولیس وايي دغه کسان په جرمني او ایټالیا کې د دواړو هېوادونو د پولیسو په ګډو عملیاتو کې او چاپو کې نیول شوي دي.

پولیس وايي د فاراو او مارینکولا بانډونه په دواړو هېوادونو کې د شرابو، خوراکي او دا ډول نورو توکو په ناقانونه کاروبار کې دخيل وو.

په همدې حال کې پولیس وايي چې د یو چارواکي دنده هم د فساد له کبله ځنډول شوې، خو معلومه نه ده چې دغه چارواکی په جرمني کې دی یا په ایټالیا کې.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د عملیاتو پر مهال ۵۰ میلیونه نقد ډالر هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د ایټالیا پولیس وايي چې د خپلو عملیاتو پوره جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

دا لومړی ځل بلل کیږي چې دواړه هېوادونه په یو وار د مافیا په شک دومره ډېر کسان نیسي.

XS
SM
MD
LG