د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو امریکا کې یو تن جوماتونو ته د اور اچولو په شک نیولی


پولیسو ویلي چې په نیول شوي شخص د لومړۍ درجۍ اور اچولو تور دی .
پولیسو ویلي چې په نیول شوي شخص د لومړۍ درجۍ اور اچولو تور دی .

د متحده ایالاتو د منیسوټا ایالت د مینیا پولیس د ښار پولیس وایي یو تن یې پدې شک نیولی چې تیره اوونۍ یې د مسلمانانو جوماتونو ته اور اچولی و او زیانمن کړي یې وو.

د ښار د پولیسو مشر براین اوهارا یکشنبه اپریل ۳۰ (غوایي۱۰) وویل چې نیول شوی کس ۳۶ کلن دی او جیکي راحم لیټل نومیږي. ښاغلي اوهارا د نیول شوي مشکوک شخص په هکله نور معلومات ورنکړل خو دا پیښه یې "د مسلمانانو په ټولنې کې د ویرې پیدا کولو هڅه" وبلله.

د پولیسو دغه مشر زیاته کړه: " د عبادت کورونه باید خوندي ځایونه وي. یو سپیڅلي ځای ته اور اچول چې کورنۍ او ماشومان پکې راټولیږي، بې حده غیر انساني کړنه ده او پدې کچه ښکاره کرکه زمونږ په ستر ښار کې د زغم وړ نده."

مشکوک شخص د همدې روان ۲۰۲۳ کال د اپریل د میاشتې په ۲۳ او ۲۴ مې د مینیاپولیس په ښار کې دوو جوماتونو ته اور واچاوه او پولیسو یې د نیولو حکم ورکړ.

د منیسوټا په ایالت کې د امریکایي – اسلامي اړیکو مسؤلینو د پولیسو لخوا د دې مشکوک شخص نیول کیدل ستایلي او وایي چې دې اور اچولو د سیمې مسلمانان بې قراره کړي وو.

پدې ایالت کې د امریکایي – اسلامي اړیکو اجرائیوي رئیس جیلاني حسین هيله ښودلې چې لا ډیر معلومات تر لاسه کړي چې دغه شخص د کوم هدف لپاره جوماتونو ته اور اچولی و. هغه ویلي: "هیله لرو چې پوه شو هغه څه هدف درلود او آیا بل څوک هم ورسره شریک و که نه چې د عبادت په ځایونو داسې بریدونو کولو ته یې هڅولی."

ښاغلي حسین زیاته کړه، " د دې شخص په نیول کیدو سره زمونږ ټولنه لږ آرامه شوه."

د مشکوک شخص پر ضد شکایت لیک کې ویل شوي چې په انځورونو او ویډیوګانو کې چې امنیتي کمرو اخیستي، هغه پکې لیدل کیږي چې د Mercy Islamic Center په نامه اسلامي مرکز ته پداسې حال کې ننوځي چې یوه کڅوړه کې تیل ورسره دي.

په ویډیو کې ښودل کیږي چې دا شخص لږه شیبه وروسته د جومات څخه بهر اوځي او د مسجد یو کار کوونکی په دریم پوړ کې د اور لمبې ګوري. د مسجد مسؤلینو وکړی شو چې اور ژر مړ کړ او پرې نږدې چې نورې برخې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG