د لاس رسي وړ اتصالات

د جوزا پر لومړۍ نېټه د کابل ښار لارې ولې تړل شوي وې؟


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار عمومي لارې یې بېرته د تګ راتګ پرمخ خلاصي کړي دي.

دغه وزارت وايي، چې یادې لارې د احتمالي مظاهرو کېدو له امله د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ پر مخ بندې کړي وې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ د «جوزا پر لومړۍ» نېټه امریکا غږ ته وویل:"د احتمالي تظاهراتو د کېدو په موخه بندي شوي وې، یو ساعت وړاندې بېرته پرانیستل شوې."

دغه وزارت پر داسې مهال د څو ساعتونو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته تلونکې لارې بندي کړي وې، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو د جوزا پر لومړۍ نېټه په کابل ښار کې د پراخلو لاریونونو خبر ورکړی و.

خو د ولسمشریزو ټاکنو د یوه نوماند محمد حنیف اتمر ویاند قادر شاه له امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې حکومت باید د خلکو ارادې ته درناوی وکړي او لارې د خلکو پر مخ بندې نه کړي.

نوموړي که څه هم د دوی د لاریونونو د پیلېدو د کره نېټې په اړه معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې دوی د خپلې قانوني مبارزې په اړه پلان لري.

هغه وویل:"زموږ ټول مدني حرکتونه، زموږ ټول قانوني اقدامات به د قانون په چوکاټ کې او د افغانستان د مدني قوانینو په چوکاټ کې به وي،موږ هېڅ ډول غیر قانوني اقدام نه کوو، موږ په ټوله معنا د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره همکار یو."

د ولسمشریزو ټاکنو د ۱۱ کاندیدانو شورا وايي، چې د ولسمشر غني واک د جوزا پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او باید واک سرپرست حکومت ته وسپاري.

دوی ویلي و که ښاغلی غني د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته هم پر واک پاتي شي دوی به یې پر ضد لاریونونه وکړي.

خو ارګ وايي، چې د سرپرست حکومت په اړه د کاندیدانو د شورا غوښتنه د اساسي قانون خلاف ده او زیاتوي چې د ولسمشر غني د کار د دوام پر وړاندې د دوی دریځ کودتا ده.

د دې سره ولسمشرۍ ماڼۍ په یو بیان کې ویلي چې ولسمشر غني نن چهارشنبه په ارګ کې د نړېوال بانک او د نړېوالې مالي ادارې له مرستیالانو سره جلا جلا لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG