په سعودي عربستان کې پولیسو هغه کس نیولی چې د اسرائیل یو یهودي خبریال سره یې مرسته کړې وه چې په پټه مکې معظمې ته ننوځي. د سعودي عربستان د قوانینو له مخې یوازې مسلمانان اجازه لري چې دې سپیڅلي ښار ته داخل شي.
د نړۍ مسلمانانو او پخپله د سعودي عربستان اوسیدونکو په ټولنیزو شبکو کې د تلویزیوني خبریال ګیل تماري پدې کړنې سخت انتقادونه کړي او دا کړنه یې "دوکه" او مکې معظمې ته ښکاره بې احترامي بللې.
د سعودي عربستان د قوانیو پر اساس یوازې مسلمانان دې ښار ته ورتلی شي او د داخلیدو څخه وړاندې باید ځانګړي مراسم پر ځای کړی چې د ځان پاکول، ځانګړې جامې پر تن کول او دعا کول پکې شامل دي.
پولیسو د خلکو د قهر او غصې څخه وروسته جمعه ناوخته اعلان وکړی چې د سعودي عربستان یو تبع چې د دې اسرائیلي خبریال سره یې په تګ کې مرسته کړې وه، نیولی. پولیسو تر اوسه د نیول شوي شخص هویت ندی څرګند کړی خو دومره یې ویلي چې پوښتنې ترې روانې دي او لا هم د پولیسو سره بندي دی.
د اسرائیل دا خبریال چې د ۳۱ په نامه تلویزیون لپاره کوي، په مکې معظمې کې یې د لسو دقیقو ویډیو هم ثبته کړې او هغه ځای ته هم تللی چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) پکې ۱۴ سوه کاله وړاندې وروستۍ خطبه کړې وه.
اسرائیلي خبریال په ویډیو کې په ښکاره ویلي چې په قصدي توګه پټ مکې معظمې ته تللی او دا یې هم ویلي چې په هیبرو ژبه ډیر ټیټ ځکه غږیږي چې خلک یې غږ وانه وري.
هغه همدرانګه ادعا کړې چې لومړنی یهودی دی چې د مکې معظمې ښار ته تللی.
سره لدې چې دا یهودی خبریال د سعودي عربستان څخه وتلی خو په سعودي کې چارواکي وایي چې د هغه قضیه یې دولتي څارنوالانو ته حواله کړې.
سعودي عربستان د اسرائیل سره رسمي اړیکې نلري. د سعودي عربستان په اعلامیې کې راغلي چې دې خبریال د امریکا تابعیت درلود او د همدې پاسپورټ له لارې سعودي عربستان ته تللی و.