د لاس رسي وړ اتصالات

۲۴ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پيل شو


په روان ۲۰۲۰ میلادي کال د پیل راهیسې تراوسه د پولیو کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې.
په روان ۲۰۲۰ میلادي کال د پیل راهیسې تراوسه د پولیو کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ټاکل شوې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد د پنځه ورځیني فرعي کمپاین په ترڅ کې به، چې نن د وشنبې په ورځ پیل شو په ۲۴ ولایتونو کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمرشاوخوا ۶.۷ میلیونو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

ددغه کمپاین په ترڅ کې به د ۲۴ ولایتونو اړوند ۲۲۴ ولسوالیو کې چې د پولیو ویروس د لوړ خطر سره مخ دي او زیاتره یې په سویلي، سویل ختیځ، ختیځ او لویدیزې حوزې کې پراته دي، ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې له مخې دا کمپاین به په ۱۰۷ ولسوالیو کې کور په کور، په ۶۶ ولسوالیو کې کلنیک په کلنیک او په پاتې نورو ولسوالیو کې هم کور په کور او هم کلنیک په کلنیک، کلي په کلي او جومات په جومات له لارې پلي شي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغو هڅو سره سره به بیا هم څه باندې ۱.۹ میلیونه د هدف وړ ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه نه کړی شي.

په افغانستان کې د ناامنۍ او جګړو له امله هرکال د پولیو ضد واکسین د کمپاین پر مهال په زرګونه ماشومان د پولیو د واکسین له اخیستلو پاتې کیږي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز د روان کمپاین په ورځو کې خلکو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي فیروز ویلي " ټول ماشومان د پولیو خطر سره مخ دي. پولیو ویروس د خپریدو او انتقال په حال کې دی. یوازنۍ لار ددې ویروس د ختمولو لپاره، د واکسین له لارې د ماشومانو د بدن معافیت لوړول دي. مونږ دا نه غواړو چې نور ماشومان د پولیو د اخته کیدو له امله فلج او معلول ووینو، مونږ اړ یو چې په ګده کار وکړو او یوځل او د تل لپاره دا ناروغي له منځه یوسو".

ډاکټران وايي، چې د پولیو واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول منفی جوانبي اغیزې نه لري.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لاهم د دغو هیوادونو ماشومان د پولیو د ویروس د ناروغۍ د ګواښ سره مخ دي.

په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې تراوسه په افغانستان کې پولیو کومه مثبته پيښه نه ده ثبت شوې، خو په پاکستان کې تر دامهاله د دغې ناروغۍ ۱۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

په تیر ۲۰۱۹میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۹ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

همداراز تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په پاکستان کې هم د پولیو ۱۴۴ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG