د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د پولیو واکسین په اړه د عامه پوهاوي هڅې زیاتې شوي


Farah Polio

په فراه ولایت کې روغتیایي چارواکي غواړي چې د خلکو تر منځ ماشومانو ته، پولیو یاد ماشومانو د کوزڼ واکسین ورکولو عامه پوهاوی زیات کړي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالجبار شایق وایي، د یونیسف په مالې همکارۍ یې د دې ولایت په ولسوالیو کې د پولیو واکسین د عامه پوهاوي لپاره نوي کسان ګمارلي دي

هغه زیاته کړه, دا کسان به په جوماتونو، لویو غونډو او نورو کلیوالي مجلسونو کې د ماشومانو دګوزڼ ناروغۍ د خطرونو او پر وړاندې یې د پولیو واکسین د ګټو په اړه عامو خلکو ته معلومات ورکوي.

هغه وویل" د فراه په ولسوالیو کې د آګاهي دهي نوي ټیمونه د یونیسف په مالي مرسته خلکو ته د پولیو واکسین د ګټو په اړه مالومات ورکوي، چې زیات شمیر تبلیغاتي کسان دیني عالمان، قومي مخور او تاثیر ګذاره کسان دي.تر اوسه دغه ډول ټیمونو ډیره ښه نتیجه ورکړي او له خلکو سره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو لیواتیا زیاته شوې ده".

د فراه مدني فعالین د عامې روغتیا د دې اقدامهر کلۍ کوي او زیاتوي، پولیو د ماشومانو پر وړاندې ډیره ګواښونکې ناروغۍ ده او اړینه ده چې د هر ډول ممکنه لارې یې پر وړاندې مبارزه وشي.

د فراه ولایت یو تن مدني فعال محمد صادق وویل" که دغه د معلومات ورکولو پروګرام د فراه ولایت کلیو او بانډو ته وغزول شي، نو زه ډاډه یم چې د ګوزڼ نارغي به په دې ولایت کې محوه شي، ځکه ددې پروګرام سره هغه خنډونه چې د ګوزڼ واکسین پر وړاندې شتون لري هم له منځه لاړ شي".

د ګوزڼ ناروغۍ یو معالج ډاکټر مهتاب الدین نورزۍ وایې، د لیرې پرتو سیمو ډیرۍ خلک د پولیو واکسین د ګټو په اړه معلومات نلري، خو د ګوزڼ ناروغۍ څخهد ماشومانو د ژغورني درمل یوازېپولیو واکسین دی، چې باید هر ځل ماشومانو ته ورکړل شي.

هغه وویل"په کلیو کې خلک د واکسین د ګټو په اړه باندنې معلومات نه لري، چې پولیو واکسین له کومه لراځې او څه ګټي لري، او بل دوی ته داسې منفي تبلیغات هم شوي چې ګواکې پولیو واکسین انسان ته تاوان لري. خو بلکل دورغ تیلغات دي، ځکه د پولیو واکسین د طبابت له نظره هیڅ تاوان ماشومانو ته نلري، بلکه ډیره کټه لري".

سیمه ایز چارواکي وایي، شاوخوا له دریو کلونو وروسته په فراه کې د ماشومانو کوزڼ د پولیو واکسین په مټ کنټرول شوی ده، خو اوس لا هم د دې په ځینو ولسوالیو کې د پولیو ویروس د بیا خپریدو ویره شته دی.

XS
SM
MD
LG